اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ پھ مقبوضه كشمير كښې د هند قابض ځواكونو د لاسه پھ بې ګناه كشميريانو د كېدونكي ظلم سخته غندنه وكړه٬پھ اسمبلۍ كښې د كشميري اولس سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ د روان ساتلو په اړه قرارداد پھ اتفاق سره منظور كړی شوې۔د شورو په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان پھ مقبوضه جمو كشمير كښې د هند د قابض ځواكونو او امنيتي ادارو د لاسه د كشميري اولس په ضد د تشدد پھ نتيجه كښې پھ دې وروستيو كښې د 20 كشميريانو د شهادت او د ګڼ شمېر د ژوبل كېدو سخته غندنه كوي۔پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا پھ سوله ايزو مظاهره چيانو ډزې كول د نړيوالو اصولو او د بشري حقونو څخه سرغړونه ده۔دې سره سره پھ مقبوضه سيمو كښې د آزادۍ په اظهار بندېز دې۔سوشل مېډيا او ماس مېډيا بندېزونو سره مخ ده۔دا ايوان د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د جائز او سوله ايزو هڅو د مقبول اولسي تحريك بشپړ ملاتړ كوي۔ايوان د كشميري اولس هڅو ته سلام وړاندې كوي او د دې عزم پخلې كوي چې د كشميريانو سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ به روان ساتلې شي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې هند ظلم كولو سره د كشميري اولس جائزې هڅې تر پښو نه شي لاندې كولې۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل هم په خپلو قراردادنو كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ كړی۔دا ايوان د حكومت نه غوښتنه كوي چې پھ مقبوضه كشمير كښې دې په هندي ځواكونو نړيواله ټولنه٬نړيوال پارلمانونه٬نړيوالې ادارې او سول سوسائټي فعاله كړي چې هغوي په هند فشار واچوي۔په قرارداد كښې د بشري حقونو كونسل ته وئېلي شوي چې هغه دې خپل مشن مقبوضه كشمير ته ولېږي۔ملګري ملتونه دې د خلاف ورزو نوټس واخلي او په دې لړ كښې دې خپل كردار ترسره كړي۔ايوان په اتفاق سره د قراداد منظوري وركړه
متعلقہ مضامین
-
PM, Chinese FM discuss Sino-Pak ties, CPEC
-
Another 0.5m doses of Russian sputnik vaccine arrive in Pakistan
-
Fazal ur rahman to visit lahore tomorrow
-
Lahore High Court orders to hear pending cases against Musharraf, Zardari and Gillani
-
Pakistan cannot be held responsible for failure of Ashraf Ghani govt: FO
-
TMUC holds graduation ceremony for transnational education
-
World urged to stop India from Hindutva agenda in Kashmir
-
Dr Faisal visits Tarlai Health Center
-
CPEC: Govt all set to make partial payments to ‘concerned’ Chinese investors
-
US broadcaster praises Imran Khan for ‘putting humanity before politics’
-
CEC asks KP govt to provide LG polls plan within three days
-
KSA will always provide ‘good offices’ to ease Pak-India ties: Saudi FM