اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن تعليمي ادارې د جديد دور تقاضو سره سمولو او د تعليم په معيار د سودا نه كولو ضرورت رامخې ته كولو سره وئيلي دي چې د ملتونو پرمختګ او سوكالۍ كښې تعليم ته اهميت ترلاسه دے ٬ د تعليمي ادارو ذمه واري ده چې د نويو علومو او فنونو هركلي لپاره هر وخت تيار وسي٬ تحقیق ته بشپړه پاملرنه وكړئ٬ د قام هر كس په خاص توګه ځوانان دې په دا ډول عناصرو نظر وساتي څوك چې د زړه راښكونكو نعرو په شا قام بې لارې كوي۔ اولس مشر دا خبره د شورو په ورځ د ورچوئل پوهنتون 9م كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د انسانيت د زيور په حېث تعليم په ټولنه كښې علمي او اخلاقي كچه جګولو بهترين لاره ده كومه چې زمونږ دين د جهاد برابر ګرځوي٬ د څو كالو دا تعليمي عمل ځوانان په عملي ژوند كښې هلې ځلې كولو لپاره قوي بنياد وركوي۔ اولس مشر ووئيل چې د رقبې او ابادۍ په اعتبار لوي او د محدود وسائلو هېوادونو لپاره د هېواد په هره برخه كښې يو ډول معياري تعليم وركول د يو لوي چېلنج حېثيت لري٬ ورچوئل پوهنتون دا قامي ضرورت په ښه ډول ترسره كولو لپاره هڅې كوي او په دې دا اداره او عمله د ستائنې جوګه دي۔ اولس مشر ووئيل د پوهنتون رېكټر ماته وئيلي دي چې د پاكستان حكومت زياتو زده كوونكو ته تعليمي آسانۍ وركولو لپاره د سافټ ويئر جوړولو ذمه واري دې پوهنتون ته سپارلې ده كومې څخه دې د دې قامي ادارې اهميت او صلاحيت رامخې ته كېږي۔اولس مشر د پاك چين اقتصادي لارې ذكر كولو سره ووئيل چې د سي پېك په شكل كښې دې منطقه كښې د پرمختګ او سوكالۍ بې شمېره نوې دروازې پرانستلې كېږي او د دې موقعو څخه په ھغه صورت كښې ګټه پورته كولې كېدې شي كله چې زمونږ ځوانان د دې منصوبې د ټولو څانګو ذمه واري پغاړه اخستو لپاره چمتو وي۔ ده ووئيل دا عظيم قامي خدمت په ښه ډول ترسره كولو لپاره ضروري ده چې هېواد كښې امن وي ٬ د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په بشپړه توګه خاتمه وكړې شي او ټولنه سياسي٬ معاشي او سماجي اعتبار سره د هر ډول نا قلارۍ سره مخ نه وي ځكه چې دا ډول صورتحال په اولس د پرمختګ لارې بندوي٬ دې لپاره ضروري ده چې د قام هر كس په خاص توګه ځوانان په دا ډول عناصرو نظر وساتي څوك چې د زړه راښكونكو نعرو په شا قام بې لارې كوي۔ اولس مشر د فاصلاتي تعليم په څانګه كښې د ذكر وړ خدمات تر سره كوٶنكو د ورچوئل پوهنتون كانووكېشن زده كوٶنكو ته مباركي وركولو سره توقع وساتله چې دا زده كوٶنكي به د خپل خدادا صلاحيت او محنت سره د قام او ملك نامه روښانه كوي۔ اولس مشر د تعليمي آسانيو وركړې پحقله ووئيل په دستوره كښې چې كومې مسئلې رامخې ته شوې دي بايد په سمدستي توګه حل كړې شي٬ د پوهنتون انتظاميې له پكار دي چې ھغوي اړوند ادارو سره خپلې رابطې ټېنګې كړې او چرته چې ګرانه شي ايوان صدر دې خبر كړي دغسې چې د خپلو مااشومانو سباٶن محفوظولو لپاره دا خنډان لرې كړې شي۔ په دستورې د ورچوئل پوهنتون رېكټر ډاکټر نوید احمد ملك هم موجود ٶ
متعلقہ مضامین
-
Health Minister warns Lahore at high risk of dengue outbreak
-
Pakistan hosts 53rd World Military Shooting Championship 2021
-
Sunnah to be highlighted in Juma sermons, says Ashrafi
-
Pakistan sends 13 more trucks of aid to Afghanistan
-
Hafeez gets back to normal after suffering from dengue fever
-
LCCI hands over Rs1m cheque to GCU
-
Juzzak Airport to serve local residents: spokesman
-
Legal team to hold meeting on Pandora leaks: Fawad Chaudhry
-
Govt to hold census for first time in history with five-year gap: Asad Umar
-
Pakistani community takes part in Beijing Int’l Kite Festival
-
PPP cries foul after Gillani ‘stopped’ from travelling abroad for conference
-
Debt sustainability challenges not related to China: Pakistan