اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي)په سېنېټ كښې د بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو وئېلي دي چې امريكې ته يوازې خپلې ګټې عزيز دي٬ بايد مونږ د خپلو ګټو تحفظ وكړو٬د امريكې ايجنډا امن نه ٬ جنګ دې٬ امريكا پاكستان د مستحكم هېواد په حېث ليدلې نه شي٬ د هېواد دفاع او وقار تحفظ له ټول قام يو موټې دې۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د امريكائي اولس مشر د پاكستان او افغانستان په اړه د نوې تګلارې معاملې په اړه په بحث كښې برخه اخستلو سره سناتور حافظ حمد الله ووئيل د امريكې ايجنډا امن نه جنګ دې٬ د افغانستان پشمول په هر ځاې كښې جنګ څخه د امريكې ګټه شوې٬مونږ پخپله د امريكې او هند مرسته كړې٬هوائي مېدانونه هغوي ته وركړې شوي۔د ريمنډ ډيوس پشان كسانو له وېزې وركړې شوي٬ مشرف عافيه صديقي هم امريكې ته سپارلې۔ سناتور عوث نيازي ووئيل هند چې په كشمير كښې كومه ترهه ګري كوي هغه امريكې ته په نظر نه راځي بايد مونږ خپلې ګټې تر نظر ساتلو سره كار وكړو۔سناتور مير كبير ووئيل د غلطو پالېسو په وجه نن په هېواد كښې ګڼ كډوال دي٬په 70 كلونو كښې مونږ فاټا د پاكستان برخه جوړه نه كړه۔سناتور سليم ضياﺀ ووئيل امريكا هند خوشحالولو له ځينې اقدامات كوي۔امريكا دې د خپل پوځ په وېتنام او كمبوډيا كښې خپل حشر ياد ولري۔سناتور جاوېد عباسي ووئيل امريكې چې څومره هم ډالرې راكړي د هغې څخه زيات په دې جنګ كښې زمونږ زيان شوې۔سناتور محسن لغاري ووئيل دامريكې كوم مستقل دوست يا دښمن نشته٬هغه د خپلو ګټو ترمخه پرېكړې كوي٬مونږ له به د خپلو ګټو پريكړې كول وي٬سناتور سراج الحق ووئيل د سياست څخه ځانله بايد د امريكې اولس مشر له ځواب وركړې شي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زيات زيان د پاكستان شوې٬د هېواد دفاع له مونږ ټول يو موټې يو۔سناتورې نسيمه احسان او عثمان سېف الله هم په دې معامله د خيالاتو څرګندونه وكړه۔سناتور مرتضٰی وهاب ووئيل د امريكې اولس مشر له بايد ځواب وركړې شي
متعلقہ مضامین
-
Opposition leaders submit requisition to convene KP Assembly
-
USAID hailed on int’l day of light
-
Coronavirus kills 135 in Pakistan over 24 hours
-
COVID updates: surge in deaths, slight drop in positivity rate
-
Coronavirus claims 135 lives in a day, infects 2,566 more
-
PM Imran, FM Qureshi, most active global leaders, fighting for Palestinian cause
-
Pakistan to observe Solidarity Day with Palestine on Friday
-
Govt gives media practical demonstration on EVMs
-
Pair of rare Persian leopards spotted on Mount Chaltan
-
PPP defeats opponents in Badin by-poll
-
Pakistan committed to expeditious completion of CPEC projects: PM
-
Pakistan seeks deployment of international protection force in Palestine