اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی):وزیراعظم محمد شهباز شريف د هېواد پولې د ترهه ګرۍ په ضد ریډ لائن ګرځولو سره وئېلي دي د پولې پورې غاړې څخه كېدونكې ترهه ګري به نوره برداشت نه كړې شي ،د ګاونډي هېواد خاوره د ترهه ګرۍ لپاره استعمالېدل نه دي پكار، ګاونډي هېوادونه دې زمونږ سره كېښني او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره دې تګلاره جوړه كړي ،معیشت مستحکم كول او د پورونو نه ځان خلاصول دي ، د معيشت میثاق سره به د يووالي لوظ نامه هم كول وي ،د 2400 اربه روپو محصولات چارې په عدالتونو كښې یا بيا په ټریبونلز كښې د اورېدنې د لاندې دي ، چیف جسټس دې نوټس واخلي او په میرټ دې په دغې فېصله وكړي ،ایف بی آر به 100فیصده ډیجیټائزکولې شي ، كوم خلق چې ټیکس نه وركوي هغوي به د ټیکس په دائره كښې راولو ،د حکومتي مصرفونو کمولو لپاره کمیټي جوړه كړې شوې ،د بجل٬ او ګیس د غلا به خاتمه كوو ،وفاق او صوبو له به په ګډھ د چیلنجونو مخه نيول وي ۔ د دې خیالاتو اظهار وزیراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ورځ د وفاقي کابینې غونډه كښې وكړو ۔ وزیراعظم شهباز شريف ووئېل دا د وفاقي کابینې وړومبۍ رسمي غونډه ده چې پكښې ټولو وفاقی وزيرانو او سرکاري چارواكو ته هر كلے وائيم۔ وزیراعظم ووئېل د ټولو نه وړاندې مونږ خپلو شهيدانو او د هغوي عظیم والدین او كورنيو ته پېرزوئنې وړاندې كوو د چا زامنو چې په نره د ترهه ګرو مقابلہ وكړه او ټول ترهه ګر ئې جهنم ته واصل کړل او پخپله ئې د شهادت جام نوش کړو ،وزیراعظم ووئېل هېواد كښې 15، 20 كاله وړاندې ترهه ګرۍ سر پورته كړے ؤ خو د عظیمو قربانیو له امله دغې په بشپره توګه خاتمه وكړې شوه ، په حاضر وخت كښې په نړۍ كښې د دې كوم بل نظير نشته٬ نزدې 70، 80 زره پاکستانیانو د خپلو ځانونو قرباني وركړه چې پكښې د پوځ افسران ، ځوانان ،پولیس، د قانون نافذ کوونكو ادارو اهلکار او افسران او د هغوي كورنۍ او د څلور واړو صوبو عام پاکستاني ٬ ډاکټرز، طلبه، استازان، انجنیئرز، وکيلان ټول شامل دي ۔ وزیراعظم ووئېل څو ورځې وړاندې د لیفټیننټ کرنل سید کاشف شهید او کیپټن احمد بدر شهید والدینو او كورنيو سره ملاقات له لاړم ، یقین وكړئ د هغوي حوصلو زما ایمان تازہ کړو ٬ وزیراعظم ووئېل دا واضحه كوم غواړو چې په كومو هم حالاتو كښې به د پولې پورې غاړې نه ترهه ګري ونه زغملې شي ۔ ګاونډي هېوادونه دې زمونږ سره كېښني او تګلاره دې جوړه كړي او كه په خلوص دې د ترهه ګرۍ خاتمې له په ګډه كار وكړي نو د دې نه ښه منطقه كښې د امن راوستو او د غربت اور بې روزګارۍ خاتمې لپاره بله كومه لائحه نشي كېدې۔ وزیراعظم ووئېل زه هيله لرم چې په دې لړ كښې به د ګاونډې هېواد اختیار لرونكې زما په دې مخلصانه تجویز غور وكړي او په ګډه به مونږ انشاءاللہ منطقه د امن ځاله جوړه كړو ۔ وزیراعظم ووئېل د آئي ایم ایف سره به د خبرو اترو په اړه د خزانې وزیر کابینه په اعتماد كښې اخلي ، پخواني حکومت هېواد دیوالیه كېدو ته نزدې كړے ؤ د كومو بچ كولو لپاره چې مونږ ټولو اجتماعي هلې ځلې كړي ۔ د دغې نه مونږ ته سیاسي زيان راورسېدو خو ملال پرې نه شو او نه به كله شوو ځكه چې ریاست خو بچ شو٬ نو سیاست به هم انشاءاللہ بچ شي ، ده ووئېل د آئي ایم ایف ډلې د دوئمې جائزې لپاره د پاکستان دورہ کړې ،بيا به هم يو نوي پروګرام ته ضرورت لرو ۔مونږ له معاشي بنیاد بحالول دي ،هېواد په خپلو پښو اودرول دي او د قرضونو نه ځان خلاصول دي ۔ ده ووئېل د دې فورم د لارې قام له باور وركوم تر اوسه چې د څومره ورونړو او دوست هېوادونو د سفيرانو سره ملاقاتونه شوي په واضحه ډول ورته ما وئېلي چې مونږ ستاسو سره د زراعت ،انفارمیشن ټیکنالوجي او معدنیات ،صنعتی څانګې، ایکسپورټ زونز او انډسټریل زونز كښې سرمایه کارۍ لپاره تګلاره به جوړوو ۔ مونږ به هڅه كوو چې د لږ نه لږ پور واخلو او په قلاره قلاره د پورونو نه ځان خلاص كړو ٬ د دې واحد طریقه دا ده چې مونږ هېواد ته سرمایه کاري راوړو او د هېواد ماحول سازګار كړو ٬ دغسې سیاسي او معاشي ماحول ښه كړو او يوالے رامخې ته كړو ۔ وزیراعظم ووئېل د خزانې وزیر او چیئرمین ایف بي ار ته امر شوے چې د فرض شناس افسرانو فهرستونه جوړ كړئ ، د هغوي به د قام په وړاندې اعتراف كولې شي او چا چې هم په كوم ناوړه عمل كښې برخه اغستې د هغوي په ضد به سخته كاروائي كولې شي ۔ وزیراعظم ووئېل هېواد كښې د كال د څلورو نه پينځه سوه اربو روپۍ د بجلي غلا كېږي ، دغسې د ګاز غلا هم كېږي ، پټرولیم او د پاور ډویژن وزيرانو ته هدایت شوے چې د بجلۍ او ګاز د غلا مکمل خاتمې له پلان جوړ كړي ۔په دې لړ كښې به كومه مخ ملازه او کوتاهی برداشت نه كړې شي ۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan moves six points up in international travels & tourism index
-
CM Punjab election case: LHC seeks replies from Hamza Shehbaz
-
PM for immediate gas supply from newly discovered reservoirs in NW
-
Gusty winds to lower intense heatwave today
-
National Assembly passes 11 bills, refers four to joint sitting
-
Pakistan, Azerbaijan commemorate 30 years of diplomatic relations
-
Incumbent govt taking steps for uplift of South Punjab: Governor
-
2,928 MW to be added to national grid in fiscal year 2022-23
-
Rs550m allocated for National Heritage & Culture Division under PSDP
-
Sarfaraz Ahmed’s career is almost over: Ramiz Raja tells chief selector
-
IGP sacks five CIA cops over illegal activities
-
Provincial budget to focus on maximum relief to masses: CM