بيجنګ 17 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چين صدر شي جن پنګ لخوا د نړيوالو مشرانو په درناوي كښې د ماسخوتن په وركړې مېلمستياﺀ كښې ګډون كړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د صدر شي جن پنګ لخوا د بېلټ اېنډ روډ په درېم فورم كښې د ګډون كوٶنكو مشرانو له په درناوي كښې وركړې دستوره كښې ګډون لپاره چې كله ګرېټ هال آف پيپلز ته ورسېد نو صدر چې شي جن پنګ او وړومبۍ مېرمن لي يوان د وزيراعظم تود هركلے وكړو۔ په دې موقع د لنډ مهاله وفاقي كابينې وزيرانو هم وزيراعظم سره په دستوره كښې ګډون كولو۔ ګرېټ هال آف پيپلز كښې د مېلمستياﺀ په دستوره كښې د روسيه، کينيا، ايتھوپيا، منګوليا، هنګري، سري لنکا، قزاقستان، ازبکستان، پاپوا نيو ګني، موزمبيق، چلي او نورو نړيوالو مشرانو ګډون كړے۔ لنډ مهاله وزيراعظم په دې موقع په دستوره كښې ګډون كوونكو نړيوالو مشرانو سره غېر رسمي ملاقاتونه هم وكړل۔
متعلقہ مضامین
-
Cold weather with gusty winds forecast for Sindh
-
‘Plant for Pakistan’ initiative to reverse deforestation, combat climate change
-
Govt ensuring people’s access to info through RTI Act: Khawar
-
Action sought against street crimes in Karachi
-
Taking law into own hands against Shariah, Constitution, humanity: CII
-
Sports facilities in Pakistan bring color to special children’s lives
-
HBL PSL 7: Schedule for today Feb 24
-
Opposition’s no-confidence-trumpet ploy to remain relevant politically
-
Russian deputy prime minister meets Imran Khan
-
Pakistan seeks ‘long-term’ relationship with Russia
-
Minister urges educationists to modify national curriculum
-
Pakistan looking for win-win cooperation, not polarisation