نیویارک۔25جنوری(اے پی پی) پاکستان په افغانستان کښې د سیاسي ثبات او د بشري حقونو د باوري كولو لپاره د نوې ستراتیژۍ خپلولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي افغانستان لپاره بهرنۍ مرسته د طالبانو په اوسني حكومت فشار زياتولو سره د تړلو پخوانۍ ستراتيژي كاميابه نه ده ثابت شوې۔ په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان دائمي استازې منير اکرم د بي بي سي راډیو او بي بي سي ټلویزیون سره په مرکه کښې ووئيل په افغان حکومت كښې سياسي ثبات او د بشري حقونو په اړه خبرې او د دوي قانع كولو له به يوه نوې ستراتيژي لټول وي دغسې چې ستونزو سره مخ افغانانو لپاره د نړيوال ملاتړ لړۍ روانه وساتلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د افغان حكومت ځينې پړیكړې د نړيوالې ورورلۍ په نزد د قبلولو وړ نه دي ٬ پاكستان له د يو ګاونډي هېواد په حېث افغانستان سره پاتې كېدل دي او په افغانستان كښ چې څه هم كېږي اغېز يۍ په پاكستان راځي۔ ده ووئيل مونږ د طالبانو په مشرۍ كښې افغان حكومت سره د رابطو روانو نه ساتلو متحمل كېدے نه شؤ٬ طالبان يو حقيقت دے ٬ په ګرد هېواد كنټرول لري او له دې كبله مونږ له به دوي سره تعلق ساتل وي۔ ده ووئيل كه افغانستان لپاره نړيواله يا بشري مرسته بنده كړې شوه نو د دې په نتيجه كښې به مونږ له قحط ٬ لوږې ٬ د كډوالو نقل مكانۍ ٬ د لويې كچې بې ثباتۍ او په ترهګرۍ كښی د زياتوالي په څير سخت صورتحال سره مخ كېدل وي۔ هم دا سبب دے چې مونږ له به افغانستان كښې اقتصادي بحالۍ له رابطې ٬ بشري مرسته او همكاري روانه ساتل وي ولې چې هم دا د افغان اولس بې وزلۍ او دوي ته له پېښو ستونزو څخه د ويستلو لاره ده۔ ده ووئيل افغان معيشت له مينځه تللے كوم چې 75 فيصده په بهرنۍ مرسته اډانه لري۔ ده ووئيل افغان اولس سره نړيواله مرسته دې روانه وساتلې شي كومه چې زمونږ بنيادي نقطه ده۔ د طالبانو لخوا د كړو لوظونو نه پاللو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده پوښتنه وكړه چې د رابطې نه غېر نړيواله ورورولي بل څه كولې شي؟ ولې چې د دې متبادل افغانستان كښې د دې نه زياته تباهي ده۔ ځكه افغان حكومت سره د تعلق ساتلو او د هغوي قائل كولو له د هڅو روانو ساتلو نه غېر بله لاره نشته۔ ده ووئيل دا ښكاره خبره ده چې مونږ هغوي څنګه او كله قائل كولې شوو ٬ دا غېر يقيني خبره ده خو مونږ به طالبان خبرو ته كېښنوو او د هغوي به مثبت ځواب كوؤ۔ د مېرمنو او انجونو د زدكړو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستان مېرمنو لپاره د زده كړو آسانۍ برابرولو له د طالبانو د قائل كولو هڅه كوي ولې چې د نړيوالې مرستې په پروګرام كښې د دې كردار زيات مهم دے بياهم مونږ له به سختو حالاتو كښې هم كار كول وي
متعلقہ مضامین
-
Physical remand of accused in Nazim Jokhio murder case extended by court
-
Anti-smog squad formed to check air pollution in Lahore
-
CNG prices rise as govt doubles GST rate on gas
-
Sindh governor appreciates foreign participation in 17th ITI Fair
-
China applauds CPEC Authority for hosting meeting of Chinese companies: Zhao Lijian
-
Army to ensure country’s security against all threats: COAS
-
Court can’t order parliament regarding legislation: AGP
-
Four including mother, daughter killed in Kasur
-
Lawyers stage sit-in in IIOJK; demand return of martyrs’ bodies
-
Gilani terms interfaith harmony must for peace
-
Pakistan desires to maintain bilateral engagement with Bahrain: COAS
-
Governor for promoting book reading culture