اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی)خارجه دفتر په نړيوال بانك زور راوړې چې نړيوال بانك دې د پاكستان او هند ترمينځه د اوبو شخړې ختمولو له د ثالثي عدالت په اړه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬د هند د اړخه د سنده طاس لوظ نامې خلاف ورزي د افسوس وړ ده٬آسيه بي بي آزاده وګړی ده او په خپله خوښه د هېواد نه بهر تللې٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركړي او د دې لعنت ختمولو له به خپل كردار روان ساتو۔د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د پاكستان اوبو مخ نيوي په اړه د هند دړكو په حقله په نړيوال بانك زور راوړې چې هغه د هند دړكو نه وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوبو شخړو هواري لپاره د سندھ طاس لوظ نامې له مخې د ثالثۍ عدالت جوړ كړي۔وياند ووئيل د هند وروستو كېدو باوجود پاكستان د لوظنامې د تسلسل ملاتړ كړې۔د هند د اوبو وسائلو او شپنګ وزير تېره ورځ وئېلي وو چې هند د سندھ طاس لوظ نامې له مخې د پاكستان د برخې اوبه اېسارولې شي۔هغه وئېلي وو چې نوې ډېلۍ د لوظ نامې پابند نه دے او د اوبو رخ پنجاب٬هريانه او راجستهان پلو بوتللو له منصوبه لري۔وياند ووئيل دواړو هېوادونو د سندھ طاس په لوظ نامه اتفاق كړې خو هند د كشن ګنګا او ريتلے هائيډرو پاور پروژې رغونې د لوظ نامې خلاف ورزي كړې۔د افغان مفاهمتي عمل په اړه وياند ووئيل پاكستان د افغان اولس او حكومت په مشرتابه كښې د پرامن خبرو اترو او د افغان شخړی سياسي حل مرستياله دے۔ ده ووئېل روانه مياشت كرغزستان كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې په موقع د پاك هند خارجه وزيرانو ترمينځه د ملاقات په اړه وياند ووئيل غېر رسمي هينډ شيك ممكن كېدې شي خو د باضابطه ملاقات كوم شيډول نشته۔وياند تصديق كولو سره ووئېل آسيه بي بي آزاده وګړی ده او په خپله خوښه د هېواد نه بهر تللې ده
متعلقہ مضامین
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Youm-e-Takbeer – a glaring example of indomitable resolve
-
Police detain PTI leaders Ijaz Chaudhry, Mehmood ur Rasheed ahead of ‘Azadi March’
-
Police seizes weapons from house of PTI leaders
-
65 vehicles, 52 motorcycles recovered during current year, NA told
-
LHCBA condemns sentencing of Yasin Malik
-
NA abolishes EVMs, ‘deprives’ expats of voting rights
-
Matric English paper leaked in Larkana
-
123 housing societies declared illegal in Sargodha
-
Open house job fair organized
-
PRCS initiates stakeholder consultation for monsoon contingency plan
-
College teachers demand MS allowance