اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د طورخم٬جلال آباد په ستره لاره اضافي كيرج وے جوړولو لپاره د 500 مليونه روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري وركړې۔اقتصادي رابطه كمېټۍ د داروګانو او خوراك څښاك څيزونو په بيعو كښې په زياتوالي د تشويش څرګندونه وكړه او د قامي غذائي تحفظ وزارت او د قامي روغتيا او خذمات وزارت ته يې د بېلو څيزونو په بيعو كښې په زياتوالي قابو موندلو له د عملي اقداماتو سپارښتنه هم وكړه۔د كابينې اقتصادي كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د مواصلات ډويژن د اړخه د وزيراعظم د افغانستان تعمير نو پروګرام ترمخه طورخم٬جلال آباد په ستره لاره اضافي كيرج وے جوړولو لپاره د 500 ملين روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري وركړې شوه۔د دې پريكړې په نتيجه كښې به نه يوازې د دواړو هېوادونو اولس او سوداګرو ته ګټھ وشي بلكې دې سره به د پاكستان او افغانستان او مينځني آسيائي رياستونو ترمينځه تجارت ته وده ترلاسه شي۔په غونډه كښې پاكستان سټل ملز كارپورېشن لپاره جوړې كمېټۍ سټل ملز ګټووره او مسابقتي ادارې جوړولو له پھ بېلو تجاويزو اډانه كوټلي پريزنټېشن وركوم۔اقتصادي رابطه كمېټۍ د صنعت٬پیداوار ډويژن او پرائيوېټائزېشن كمېشن ته د سمرۍ په صورت كښې باضابطه تجاويز اي سي سي ته د وړاندې كولو سپارښتنه وكړه دغسې چې په دې لړ كښې حتمي پريكړه وكړې شي۔په غونډه كښې د پیټروليم ډويژن د اړخه كمېټۍ ته بېل صنعتي سېكشنز څخه د ګاز انفراسټركچر ډوېلپمنټ سيس ريكوريز په صورتحال بريفنګ وركړې شو
متعلقہ مضامین
-
Hamza says decision made to reduce wheat, sugar prices
-
Chief Economist Pakistan Ahmed Zubair resigns after pressure to manipulate GDP data
-
CM Murad Ali Shah leaves for US on private visit
-
CM removes chairman, controller BISE over examination paper leak
-
Weekly inflation up by 1.42pc
-
LHC issues notice to Punjab govt on plea challenging dismissal of 19 law officers
-
Army befittingly performed constitutional role both in war & peace: speakers
-
Mushaal seeks UN intervention to prevent Yasin’s conviction in fake cases
-
‘Registration of vote responsibility of every citizen’
-
Pakistan calls countries to protect human rights of world’s 281 million migrants
-
COAS, Turkish defence minister discuss regional peace, stability
-
NAB recovers Rs864b from corrupt elements since inception