اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی) د پاور ډويژن وفاقی وزیر عمر ایوب خان وئيلي دي چې سارك هېوادونو كښې د توان په څانګه كښې مرستې ، د شخړو حل ، سيمه ايزې همغږۍ او د امن ودې ته اړتيا ده، سيمه كښې د پرمختګ لپاره د توان څانګه مهمه ده، په دې څانګه كښې مونږ د يو بل څخه جلا نه شو پاتې كيدې، پاكستان خپل انرجی مكس بدلوي، د تجدید وړ توان په څانګه كښې به سرمايه كارۍ زياتولې شي، هيله لرو چې د توان لپاره د سارك وركنګ ډله به سيمه كښې د ارزان توان وركولو ، معیشت ښه كولو او د اولس له د ژوند معیار ښه كولو لپاره مثبت تجاویز وړاندې كړي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د ګل پھ ورځ د توان لپاره د سارك وركنګ ډلې پرانستې غونډې ته خطاب كولو۔ عمر ایوب خان ووئيل پاكستان د توان په ماركيټ كښې په مهم موړ ولاړ دې۔ د توان وركولو نه غير اقتصادی هلې ځلې نه شي زياتېيدې٬ بايد د سارك هېوادونو د اولس ښه والې له مرسته وكړي، دې سره به د وګړو د ژوند معيار ښه شي ، سيمه كښې همغږي ، امن ودې او شخړو حل كولو ته هم پام لرنه وكړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان د برېښنا پیداواری استعداد 30 زره میګاواټه څخه زيات دې۔ ده ووئيل مونږ د تجدید وړ توان برخه تر 2030ء ديرش فیصده ته رسول غواړو، دغسې هائيډل به هم زياتولې شي۔ده ووئيل پاكستان كښې د سكرو زياتې پانګې شته، د تھركول يو پلانټ څخه پیداوار پيل شوې دويم به هم ډير زر پيل شي۔ ده ووئيل تر كال 2030 به په برآمدي اېندهن انحصار كم شي ٬ د برېښنا د درآمد او د برآمدي اېندهن په كرنسۍ ٬ د سپلائې په صورتحال او د څيزونو په بيعه آغېر پرپريباسي ٬ مونږ له به خپل پېداواري استعداد زياتول وي په 12 ٬ 13 مياشتو كښې به مونږ د 2 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ د لارې 750 مېګاٶاټ برېښنا په تندۍ سره نظام كښې شامله شي٬ د برېښنا خرڅول او اخستل ګڼ اړخيزه كول٬ د وېلنګ او نېټ مېټرنګ هم مونږ ډاډګيرنه كوي، ټرانسمېشن لائن ته هم پاملرنه كوٶ٬ د كاسا 1000 او د تركمانستان څخه د افغانستان د لارې د برېښنا ترلاسه كولو هڅې هم كوو٬ مونږ د ټرانسمېشن لائن په نظام منطقه يو بل سره تړل غواړو۔ ده ووئيل آټو ميټرنګ نظام او په ټرانسفارمر د ميټر لګولو سره به د برېښنا وركول او د استعمال پحقله په وخت او مصدقه معلومات ترلاسه كېږي٬ د پري پېډ مېټرنګ نظام په معرفي كولو هم غور روان دې ۔ ده ووئيل تر كال 2030 د برېښنا نظام كښې د 40 اربه ډالرو سرمايه كارۍ لپاره هڅې كوٶ او د ډسټري بيوشن په نظام كښې د 10 اربه نه تر 15 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ ګنجائش شته ۔ د 8 زره مېګاٶاټ بونجي بند٬ داسو پن برېښنا منصوبه ٬ ديامر بهاشا غوندې منصوبې د توان پېداوار زياتولو لپاره مهمې دي٬ د جديد ټېكنالوجي د لارې مونږ د برېښنا لګښت كښې هم كمېدې شي۔عمر ایوب خان ووئيل توان لپاره د سارك وركنګ ډلې غونډه منطقه كښې د توان په څانګه كښې مرستې لپاره زيات اهميت لري٬ هيله لرو چې وركنګ ډله به د توان په څانګه كښې هدفونه ترلاسه كولو لپاره تعميري كردار وبولوي او داسې مثبت تجويزونه به وراندې كړې شي چې ورسره به مونږ خپلو ماشومانو ته ښه تعليم ٬ اولس ته ښه معياري ژوند ٬ روزګار او د ارزانې برېښنا غوندې آسانۍ وركړې شو
متعلقہ مضامین
-
Govt strives to create business conducive environment: Marriyum Aurangzeb
-
‘Invest in Pakistan’ Forum-2022 held in Silicon Valley
-
Two arrested over corruption charges
-
One dead, over dozen injured in Karachi blast
-
Ex-PM gets ‘foolproof’ security amid threats
-
Three murdered over land dispute in Khushab
-
UNDP, CDA launch mega solid waste management project
-
BJP using diversionary tactics to hide failure in IIOJK: Omar
-
Court adjourns reference against Zardari till June 9
-
SSC exams begin amid strict security
-
Govt ‘decides to complete tenure till August 2023’
-
Pakistan’s top priority to address country’s serious economic challenges, says FM Bilawal