اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئېلي دي د پاكستان او روس په اړيكو كښې انقلابي بدلون راتلونكې دے ٬د دواړو هېوادونو ترميڼځه ملټري ټو ملټري او د توان پشمول په نورو څانګو كښې ستراتېژېكي مرسته كښې تندۍ سره پېشرفت روان دے ٬پاكستان د افغانستان پشمول سيمه كښې امن او استحكام غواړي۔پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ځاني او مالي قربانۍ وركړي۔دې دا خبرې د شورو په ورځ د پاكستان۔روس ستراتېژېكي مرستې په سرخط د نړيوال كنفرنس پرانستې سېشن ته په خپل خطاب كښې وكړې۔خارجه سېكترې ووئيل د تېرو دوه لسيزو راهسې د پاكستان او روس ترميڼځه اړيكو كښې انقلابي بدلون رامخې ته شوې۔دواړه هېوادونه يوبل ته رانزدې كېږي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي او تجارتي رابطې لا مستحكمولو ته اړتيا ده۔دې ووئيل د پاك روس ملټري ټو ملټري مرسته ورځ په ورځ زياتېږي دغسې پاكستان د روس څخه پوځي ساز او سامان اخستلو كښې خوښي لري۔دې ووئيل اوسنو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك پوځي مشقونه د دوه اړخيزه ملټري ټو ملټري مرستې زياتېدو ښكاره ثبوت دې۔دې ووئيل روس د پاكستان اقتصادي استحكام كښې شراكتدار دې۔د شنګهائي مرستې تنظيم بشپړ ركنيت نه پس د دواړو هېوادونو ترمينځه اعلٰی كچ رابطې زياتې شوي دي۔د افغانستان په حقله دې ووئيل پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي۔د 40 كاله راهسې شخړې د افغانستان په ګاونډي هېوادونو سياسي او اقتصادي اثرات مرتب كړي٬پاكستان د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې ځاني او مالي قربانۍ وركړې۔دې ووئيل د ترهه ګرۍ او شدت خوښۍ ختمولو له ټول سټېك هولډرز له په ګډھ كار كولو ته اړتيا د
متعلقہ مضامین
-
Govt dismisses Sindh IG Mushtaq Mahar
-
Miscreants would not be allowd to ruin Karachi’s peace: PM
-
Long-awaited Senate Session to be held on May 23
-
SC decision binding on state institutions: expert
-
IG Punjab Rao Sardar promoted to grade 22
-
Govt committed to further deepen Pak-China ties: PM
-
Positive talks with IMF underway, economic situation to improve soon: Miftah
-
Model Neha Rajpoot, Shahbaz Taseer welcome first child
-
Why Should Companies Outsource Their IT Projects To Pakistan?
-
7 Reasons Why Good Network Security Is Important
-
FM Bilawal’s maiden visit demonstrates new Pak Govt’s commitment for bilateral partnership: China
-
124 suspected cases of Lumpy Skin reported in Sargodha division