پینډي 28 فروری (اے پی پی)پاك پوځ د هندي يرغل مخ نيوي لپاره په لائن آف كنټرول(اېل او سي) په بشپړه توګه چمتو ولاړ دے٬اولس دې محتاط اوسي او په ګنګوسو پسې دې غوږونه نه وړي او په ذمه وارۍ دې سوشل مېډيا اوكاروي۔د آئي اېس پي آر له مخې پاك پوځ او په مجموعي توګه د پاكستان درې واړه وسله وال ځواكونه د هندي يرغل مخ نيوي لپاره په بشپړه توګه چمتو ولاړ دي۔د تېرو 48 ساعتو په مهال د هند لخوا په اېل او سي ډزې زياتې شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې په كوټلي٬كهوئي رټه٬تته پاني سېكټرز كښې د هندي ځواكونو لخوا د ناتارا ډزو لړۍ روانه ده او د هند لخوا د جنګ بندۍ لوظ نامې خلاف ورزي كېږي۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ ډلو په موثره توګه ځوابي ډزې كړی چې پكښې د هندي عسكرو د وژنو او د هندي ځواكونو د پوستو تباهۍ اطلاعات دي۔د هندي ځواكونو لخوا په اېل او سي په آبادۍ د ډزو په نتيجه كښې څلور وګړي شهيدان او دوه ژوبل شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې د كوم هم هندي جارحيت مخ نيوي لپاره په لائن آف كنټرول(اېل او سي)د پاك پوځ ډله چمتو ولاړه ده او د پاك فضائيه او پاك بحريه ډلې هم په بشپړه توګه چټك دي۔آئي ا ېس پي آر اولس ته وئېلي دي د پاكستان وسله وال ځواكونه د هر ډول صورتحال مخ نيوي لپاره چمتو ولاړ دې٬اولس دې محتاط شي او افواهګانو ته دې پام نه كوي او په ذمه دارۍ دې سوشل مېډيا وكاروي۔د يادونې وړ ده د هند الوتكې د ګل او نهې ترمينځه شپه د لائن آف كنټرول خلاف ورزۍ كولو سره د پاكستان حدود ته راغلې وې او ايمونېشن غورځولو نه پسې تښتېدلي وې د كوم چې بشپړ ځواب وركولو سره په بله ورځ پاك فضائيه دوه هندي جنګي الوتكې راغورځولې او يو پائېلوټ ئې هم نيولې
متعلقہ مضامین
-
Khurshid Shah assumes charge of Ministry of Water Resources
-
Minister for best Haj arrangements, quality services
-
Govt can generate additional R26b by increasing FED on tobacco products
-
Govt to ensure economic development of tribal areas
-
Officials visit route of Youm-e-Ali procession to review arrangements
-
First solar eclipse of year 2022 not to be visible from Pakistan
-
Imran’s attempts to regain power through agitation, bound to fail: ANP
-
Lok Virsa arranges Eid bazaar for people
-
World Malaria Day to be marked today
-
Sindh steps up vaccination efforts after emergence of polio case in Waziristan
-
No ‘substantial evidence’ of US conspiracy against Imran: Chomsky
-
Ranjha warns PTI leaders of legal action for maligning state institutions