اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي)د پاكستان مركزي بانك د نيمې وچې پاك او هند د نوميالي لېكوال تعليم پوهه او مصلح سرسید احمد خان د شانداره خدماتو په اعتراف كښې (نن) د شورو په ورځ د اكتوبر په 17مه نيټه د 50 روپو يادګاري سكه جاري كوي۔ د بانك لخوا د جاري شوي بيان له مخې سرسید احمد خان نيمه وچه كښې د پاك او هند نشاة الثانيه بنياد اښې وو او آخر دا چې په كال 1947 كښې پاكستان جوړ شو ۔ په 17م اكتوبر كال 2017 كښې د سرسيد احمد خان 200م سالګيره لمانځلې شوې وه او په دې موقع د سوئيلي آسياء د مسلمانانو خېرښګړې پحقله د سرسید احمد خان د شاندارو خدماتو په اعتراف كښې وفاقي حكومت مركزي بانك ته د 50 روپو د يادګاري سكې جاري كولو ذمه واري سپارلې وه او مركزي بانك اوس يادګاري سكه د 17م اكتوبر كال 2018 څخه د اېس بي پي بېنكنګ سروسز كارپوېشن د ټولو فيلډ دفترو په كاٶنټرز جاري كوي چې پكښې تانبا 75 فيصده ٬ نكل 25 فيصده د سكې قطر 30 ملي ميټره او وزن ئې 13.5 ګرامه دے ۔ د سكې په مېنځ كښې د سرسيد احمد خان د يو رخ عكس دے٬ د عكس لاندې د سرسيد احمد خان الفاظ ليك دي او په غاړه ئې د 200مې سالګيرې ټكي ليك دي
متعلقہ مضامین
-
Tanzania’s Navy Commander visits NHQ
-
Stop doing politics on tragedies: govt to opp
-
Number of hospitals to be increased 1000 under ‘Sehat Sahulat program’ by March: CEO
-
Lahore reports 21 fresh Omicron cases
-
Javed Iqbal appreciates excellent performance of NAB Lahore
-
Associate producer Imran Ahmad dies
-
Eight injured in Cylinder blast in Lahore hotel
-
NAB officer booked from court for using mobile phone
-
No additional taxes levied on common masses during last 3 years: Kanwal Shauzab
-
SHC orders demolition of three structures
-
‘Koi Bhooka Na Soye’ food truck inaugurated in Skardu
-
Omicron 91% less likely to cause death in infected patients