اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پاكستان آئين ټولو وګړو له د ذات٬رنګ يا نسل نه لرې يو برابر حقونه وركوي٬حكومت د اقليتونو حقونو ساتنې او په قامي ژوند كښې ګډون لپاره دوي ته يو ډول موقعې وركول باوري كوي۔دا خبره ده د هېواد د بېلو ګيرجاګهرو د بشپس پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې پھ ورځ وزيراعظم آفس كښې ده سره ملاقات كولو۔پلاوي عمران خان ته په وزيراعظم جوړېدو مباركي وركولو سره ووئيل مسيحي ورورولي به د وزيراعظم وژن عملي كولو له بشپړه مرسته كوي۔وزيراعظم د غېر مسلمه وروروليو او په خاص توګه د مسيحي ورورولۍ د تعليم روغتيا او سماجي خېرښېګړې پشمول په بېلو څانګو كښې د خذماتو ستائنه وكړه۔ده د عقيدو ترمينځه همږۍ ته وده وركولو او د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له اوږه په اوږه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔پلاوي وزيراعظم مسيحي ورورولۍ ته پېښو ځينو مسئلو څخه هم خبر كړو او د عقيدو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو او اقليتونو ته د پېښو مسئلو حل له يې ده ته ځينې وړاندېزونه هم وركړل
متعلقہ مضامین
-
Moon sighting body to meet today
-
President Arif Alvi stresses economic inclusiveness of women
-
KP Assembly passes resolution on formation of new provinces
-
Judges and lawyers believe in independence of judiciary: CJP
-
Nawaz used party accounts to launder money: Fawad
-
Ex-PM Shaukat Aziz’s indictment has been deferred yet again for illegal appointments
-
Durable peace in region hinges on Kashmir issue resolution: APHC
-
Govt working to address basic issues of people: Amin
-
Police in Sanghar refuse to handover suspect in Harmain murder case
-
President Alvi tests positive for Covid-19
-
KP govt refutes role in awarding contract for hotel in Nathiagali
-
Health cards historic step towards Madina-type welfare state: Farrukh