پېنډۍ 08 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د غوري میزائل سسټم د ټرېننګ لانج كاميابه تجربه كړې ]I چې مقصد ئې د آرمي د ستراتېژك فورس كمانډ آپرېشنل او ټېكنيكل تياري وه۔ د آئي اېس پي آر له مخې پاکستان د غوري میزائل سسټم د ټرېننګ لانج كاميابه تجربه كړې ده۔ غوري بېلسټك میزائل تر1300 کلومیټره روايتي او جوهري وار هېډ اوړلو صلاحيت لري۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي او وزیراعظم عمران خان د ميزائل سسټم په كاميابه تجربه پوځ او انجينئرانو له مباركي وركړې ۔ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چیئرمېن او د وسله والو ځواكونو مشرانو هم په كاميابه تجربه كولو ستراتېژك فورسز ٬ سائنسدانانو او انجينئرانو له مباركي وركړې۔ د غوری میزائل سسټم د ټرېننګ لانج تجربې په مهال كمانډر آرمي ستراتېژك فورس ډويژن لېفټېننټ جنرال میاں محمد هلال حسېن ،د نېسكام چیئرمېن ډاکټر نبیال حیات ملك ، د كے آر اېل چیئرمېن طاهر اکرم ،د ستراتېژك ډويژن سينئر چارواكي ٬ سائنسمدار او انجينئران په لويه شمېره موجود وو۔ د آرمي ستراتېژك فورس كمانډر لېفټېننټ جنرال میاں محمد هلال حسېن د ستراتېژك فورس د تربيې او آپرېشنل تيارو ستائنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Fire erupts in Lahore garments factory
-
ANF seizes 1070.400 kgs drugs, arrest three drug peddlers
-
Rana Shamim, journalists committed contempt of court: IHC CJ
-
At least 12 killed in IIOJ&K stampede
-
PTI against mafia, not PPP: Ali Zaidi
-
Shehbaz says there is nothing in FIA’s challan against him
-
Lahore reports 39 more cases of Omicron
-
AJK PM urges UNSC to implement Jan 5 resolution on Kashmir
-
Religion being used for land grabbing: SC
-
Two die, 630 more test positive for coronavirus
-
PML-N leaders expert in blackmail: Farrukh
-
IHC reserves decision in cases about Naval Club