اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د قامي اسمبلۍ سپيكر په توګه د خپلې تنخا د پاكستان سويټ هوم ماشومانو ته د وركولو اعلان كولو سره وئېلي دي چې خېبرپښتونخوا كښې هم يتيمانو ماشومانو ته ښې اسانۍ وركولو له پاكستان سويټ هوم مركزونه جوړ كړې شوي دي۔ ميرعلي قطبي وزيرستان كښې د پاك پوځ ځوانانو سره په ګډه د يتيمانانو ماشومانو لپاره يو ځانګړې پاكستان سويټ هوم جوړ كړې شوې دې۔ د پاكستان سويټ هوم نوم مې اورېدلې وو ولې نن راتلو سره اندازه وشوه چې پاكستان سويټ هوم د ماشومانو زده كړو او تربيه كښې خپله ثاني نه لري۔ ده د ګل په ورځ د پاكستان سويټ هوم دورې په موقع خبرې كولې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د پاكستان هوم دوره وكړه چې پكښې يې د ماشومانو هوسټل٬جومات٬سكول٬ګريټ هوم او نورو آسانيو جائزه واخسته۔د پاكستان سويټ هوم ماشومانو د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قصر ته ګلدسته وړاندې كړه او دده هركلې يې وكړو۔ دې څخه وروستو د پاكستان سويټ هوم په پوځي ورديو كښې ملبوس ماشومانو پرېډ مارچ وړاندې كړو۔ د پاكستان سويټ هوم او زمنګ كور(خېبرپښتونخوا)ترمينځه د مفاهمت په يادښت لاس ليك وشو د كوم ترمخه به چې د پاكسان سويټ هوم د زمنګ كور ماشومانو ته خوراك وركوي۔ ده ووئيل چې زمرد خان د پاكستان بلكې د نړۍ يتيمانو ماشومانو لپاره خپل ځان د يو رول ماډل په توګه وړاندې كړې دې كوم چې مثال نه لري۔ ده ووئيل چې زه به د يو غړي په حېث په دې مشن كښې شاملېږم٬په دې اړه به زه ډېر زر وزيراعظم عمران خان سره هم ملاقات وكړم۔ د پاكستان سويټ هوم مشر زمرد خان د ټولو مېلمنو او په خاص توګه د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر پاكستان سويټ هم ته په راتګ مننه وكړه۔ ده ووئيل چې په نړۍ كښې ډېر كم خلك داسې وي كوم چې د نورو خېرښېګړې او خذمت لپاره فكر كوي٬د لوے څښتن په مرسته په ټول پاكستان كښې په پاكستان سويټ هوم كښې د موجوده يتيم ماشومانو شمېره 4 زره ته رسېدلې ده او د پاكستان په 25 ښارونو كښې ماشومانو ته اعلٰی معيار آسانۍ وركړې كېږي او د هغوي د زده كړی٬اوسېدو او د خوراك د نظام په معيار هېڅ سمجهوته نه كېږي۔ ده ووئيل زه هيله لرم چې تاسو او وزيراعظم به د پاكستان يتيمانانو په اړه دا مشن وړاندې بوځۍ او چې كوم تصور د پاكستان وزيراعظم فلاحي رياست په اړه وړاندې كړې په هغې كښې ډ ټولو نه مهم د يتيم ماشومانو پرورش دې او زه ګڼم چې راتلونكي وخت به د پاكستان سويټ هوم ماشومانو وي۔د پاكستان سويټ هوم او زمنګ كور ماشومانو بېلا بېلې خاكې او تقريرونه وړاندې كړل
متعلقہ مضامین
-
CJP Gulzar Ahmed thoroughly rebukes commissioner Karachi over delayed demolition of Nasla tower
-
Voting right to expats a victory of democracy
-
Contempt petition moved against Maryam Nawaz and Shahid Khaqan Abbasi
-
Ayub Afridi assumes charge as PM’s adviser on OP&HRD
-
Role of officials’ key for maintaining good governance: Governor
-
Opposition terms govt ‘incompetent, apathetic’
-
108 new dengue cases emerge in Punjab, 4 dead
-
Two soldiers martyred in clash with terrorists
-
Sino-Pakistan Institute of Electric Power unveiled
-
ECP orders investigation as PML-N, PPP trade blame
-
Senator Palwasha Khan escapes in dacoity attempt in Lahore
-
PML-N purchasing votes for Rs 2,000 each a shameful act, says Fawad