د پوځ سرلښكر جنرال قمر باجوه د چين اولس مشر شي جن پنګ سره وليدل
پېنډۍ 19ستمبر (اے پی پی) د چين اولسمشر شي جنګ پنګ وئيلي دي پاكستان په هر ازمېښت كښې زمونږ ازمائيلي دوست دے٬ په دې كلكه دوستۍ كښې پاك پوځ مهم كردار لري۔ ده دا خبرې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره كړې چا چې د شورو په ورځ په بيجنګ كښې اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كولو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايزه امنيتي وضعه او په چېلنجونو خبرې اترې شوې ۔ د چين اولس مشر په دې موقع ووئيل پاكستان په هر ازمېښت كښې زمونږ ازمائيلي شوې دوست دے٬ په دې كلكه دوستۍ كښې پاك پوځ مهم كردار لري۔هغه د پاكستان وسله والو ځواكونو د پېشه وره صلاحيتونو ستائنه كولو سره په سيمه ايز امن او استحكام كښې د دوي كردار تسليم كړو۔د چين اولس مشر ووئيل چين به د ستراتېژك پارټنر په حېث د پاكستان ملاتړ روان ساتي۔ هغه ووئيل بي آر آئي او سي پېك مخالفت كوٶنكي به كله هم پخپلو عزائمو كښې كامياب نه شي ځكه چې د امن او پرمختګ دا منصوبه نه يوازې چين بلكې ټولې منطقې او نړۍ لپاره ګټوره ده۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د چين دورې په بلنه وركولو ٬ د پاك پوځ د پېشه وره صلاحيتونو او په سيمه ايز امن او استحكام كښې د كردار په اعتراف د چين اولس مشر مننه وكړه۔ سرلښكر ووئيل پاكستان د امن اهميت نه ښه خبر دې او امن لپاره ئې ډېرې قربانۍ وركړې ۔د ټولو مخالفتونو باوجود به د بي آر آئي او سي پېك منصوبه كاميابېږي٬ پاك پوځ به په هر ډول د سي پېك امنيت باوري كوي۔
جاوېد
جاوېد | APP Pashto serviceمتعلقہ مضامین
-
All stakeholders on same page to provide drinking water to people
-
Indian claim of radioactive material ‘rubbish’: FO
-
Students donate gifts to orphans on Int’l Children Day
-
No pressure from institutions: CJP
-
Murad Ali Shah warns establishment division to keep distance from political arena
-
Pakistan wants economic partnerships, investment from US: Dr Moeed
-
Overseas Pakistanis to cast vote in 2023 elections: Fawad
-
Experts say that engagement between the EU and Pakistan is critical in combating non-traditional security threats
-
K-Electric inspection requested at Cooperative Market Blaze site by Investigators
-
Six dead in Upper Kohistan when car crashes into ravine
-
Lahore-Karachi railway line closed as freight train derails near Hyderabad
-
US Embassy in Islamabad will remain close tomorrow