اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د آزاد جمو وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي په 61 هجري كښې د اسلام په تاريخ كښې رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښه كومه چې د كربلا پېښې په نامه پېژندلې شي په حقيقت كښې د حق او باطل ترمينځھ يو جنګ وو په كوم كښې چې د حضور علېه السلام نمسي حضرت امام حسین (رض) د باطل په وړاندې ودرېدو سره اسلام ژوندي ساتلو له د قربانۍ هغه مثال جوړ كړو كوم چې تر قيامت ورځې مسلمانانو لپاره د لارې مشال دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د مركزي امام حسېن كونسل تر سېوري لاندې د اتوار په ورځ كشمير هاؤس اسلام آباد كښې “حسېنيه كنفرنس” كښې د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د حضرت امام حسین(رض) شهادت د حق فتح ده۔ د امام حسېن او دده د ملګرو د ناانصافۍ او باطل په ضد دا ځانګړې قرباني به ټول عمري ياده ساتلې شي۔ ده ووئيل د امت مسلمه په حېث به اسلام ژوندي ساتلو له د حضرت امام حسېن (رض) او دده د ملګرو د ځانګړې قربانيو پېروي كولو سره به خپلو كښې يو والې او همغږي پېدا كول وي۔ ده ووئيل پاكستان ٬ منځنې ختيځ او اسلامي نړۍ ترهګرۍ سره مخ ده او دا لازمي ده چې مونږ له به خپلو كښې اختلافات ختمول او يو امت جوړېدو سره امت مسلمه له كار كول وي دغسې چې مونږ د اسلام دښمنه طاقتونو مقابله وكړې شو۔ كنفرنس ته د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري ٬ د قومي اسمبلۍ غړي سيد فېض الحسن شاه او نورو هم خطاب وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Saddar cooperative market fire drenched by firefighters
-
Man murders parents, sister in Jhang
-
Another LHC judge refuses to listen to Jamshed Cheema’s petition
-
Fawad extends apology to Election Commission Pakistan
-
Nation in war against corrupt politicians: Farrukh
-
Fire erupts at oil refinery in Karachi’s Korangi
-
Islamabad police, CLAS launch report on ICT training policy
-
Seminar on awareness, prevention of corruption held
-
Students to be taught ‘complete syllabus’ this year: Shafqat
-
Fawad greets working journalists over passage of JPA from Senate
-
Past rulers paid no heed to people’s basic needs
-
TikTok restored in Pakistan