اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان پیټروليم ډويژن ته په هېواد كښې د ګاز غلا مخ نيوي لپاره د جامع پلان وضعه كولو امر كړې چې له امله يې قامي خزانې ته هر كال 50 اربه زيان رسيږي ۔ده دا امر د نهې پھ ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د تېل او ګاز څانګې په اړه د يو بريفنګ مشري كولو په مهال وكړو۔په دې موقع د پیټروليم وزير غلام سرور خان٬د پېټروليم ډويژن اېډېشنل سېكټري انچارج ميا اسعد حيا الدين او نور اعلٰی چارواكي موجود وو۔ د پیټروليم ډويژن ايډېشنل سېكټري وزيراعظم ته په هېواد كښې د تېل او ګاز د طلب او رسد صورتحال په اړه بريفنګ وركړو٬وزيراعظم د تاپي او د پاكستان ايران ګاز پائپ لائن د جوړېدو او فعاليت په اړه د پرمختګ او د نورو مهمو پروژو څخه خبر كړی شو كوم چې په هېواد كښې د توان زيات شوي ضروريات تر سره كولو لپاره تر غور لاره ده۔هغه د ګاز د خرڅولو بيعې معقول كولو٬د بل وصولولو په پالېسو د عمل نشت والي او په دې كښې د بيا بيا بدلون چې په نتيجه كښې يې د سرمايه كارو باور ته زيان رسيږي د تېرو پنځو كلونو په مهال د تېلو او ګاز د لټون بلاكس نه وركولو پشمول د بېلا بېلو مسئلو څخه هم خبر كړی شو۔ دغسې وزيراعظم د تېلو او ګاز څانګې مسئلې حل كولو لپاره واضح نظام الاوقات سره زر تر زره د جامع لائحه عمل وړاندې كولو هدايت هم وكړو
متعلقہ مضامین
-
Punjab Police teams mobilized to curb anti-environment activities causing smog
-
600 shops burnt in Saddar cooperative market fire: Fire brigade
-
Sustainable peace in S.Asia linked with resolution of Kashmir dispute: FM
-
Faisal Vawda wants ex-CJ GB Rana Shamim to be flogged, hanged in public
-
Govt convokes joint session of Parliament after talks with allies
-
CM GB directs officials to expedite work on uplift schemes
-
Punjab gov committed for welfare of artists: minister
-
PTI’s performance will shut ‘political shops’ of rivals: PM
-
5,000 beds reserved for dengue patients in Punjab: Khawar
-
PM postpones his Chitral visit
-
Pakistan, Bahrain reiterate desire to expand bilateral cooperation
-
IG orders action against anti-environmental activities