اسلام آباد ۔05 اګست(اے پی پی) د فېډرېشن آف پاکستا ن چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټری(اېف پی سی سی آئی) صدرغضنفر بلور وئيلي دي د امريكا لخوا په آئي اېم اېف پاكستان ته د قرضې نه وركولو فشار زياتې دې۔ آئی اېم اېف كه په سمدستي توګه په مېرټ پرېكړه ونكړه نو دې سره د دغې ادارې شهرت ته زيان رسي۔ د اېف پي سي سي آئي صدر خپل بيان كښې ووئيل امريكا دې تر ټولو زيات زيان پورته كوؤنكي اتحادي ته د عدم استحكام ډالۍ ورنكړي ولې چې پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې ځاني او مالي زيان پورته كړې۔ ده ووئيل امريكا ته معلومه ده چې پاكستان دا مهال اقتصادي مسئلو سره مخ دے او د خپل تاريخ تر ټولو لوئے بېل آؤټ پېكج يعني لږ تر لږ 12 اربه ډالرو ته اړتيا لري۔ ده ووئيل چين پاكستان ته د دوه اربه ډالرو وركولو ٬ او اسلامي پرمختيائي بانك تېل اخستلو له د 4نيم اربه ډالرو او يو بانك د اېل اېن جي اخستلو له د 2 سو ملين ډالرو وركولو پرېكړه كړې۔ ولې دا ټول د لنډې مودې حل لپاره دي۔ ده ووئيل نوې حكومت دې اصلاحاتو سره سپېځلتيا باوري كړي دغسې چې غېر ملكي سرمايه كار خپلې سرمايې سره دلته راشي
متعلقہ مضامین
-
Govt expected to hike power tariff rate by Rs1.68
-
Kashmir’s suffering go beyond economic catastrophe: Farooq
-
COVID-19 claims 11 more lives
-
Another 10 flights called off at Lahore Airport due to operational issues
-
Punjab to stop registration of 52,000 cars
-
President pays tribute to martyred troops of N Waziristan, Bajaur and Kurram
-
Zahir Jaffer removed from courtroom after hurling obscenities at judge
-
PTI taking measures to revolutionize industrial sector: Fawad Chaudhary
-
IHC asks for report from chief commissioner over bonded labour
-
Malam Jabba leasing inquiry against Pervaiz Khattak stopped by NAB
-
Shehbaz Sharif calls Bilawal to discuss political situation
-
213 minority worship places renovated in Balochistan