اسلام آباد 30 مئی (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د المان د افغانستان او پاكستان لپاره خاص استازي پوټزل ماركس د المان سفير كبولر مارټن سره ليدلي دي ۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔سپيكر سردار اياز صادق ووئيل امن ناكه٬مستحكم او قوي افغانستان د پاكستان پشمول د ټولې سيمې په ګټه دے۔پاكستان د افغانستان سره مستحكمو اړيكو او سيمه كښې امن او څوكالۍ له په ګډه كار كول غواړي۔ده ووئيل پاكستان او افغانستان دواړه د ترهه ګرۍ ښكار دي او د ترهه ګرۍ له امله زيات ځپلې شوي ۔سپيكر ووئيل پاكستان المان سره د ملګرتيا اړيكې لري۔پاكستان سيمه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له خوښي لري او دغې مقصد ترلاسه كولو له پھ زړه پورې هڅې كوي۔سپيكر ووئيل المان د پاكستان مخلص او حقيقي ملګرې دے٬په دواړو هېوادونو كښې په پارلماني او سياسي كچه رابطو ته ودې وركولو سره د دواړو هېوادونو اولس رانزدې كېدې شي ۔ ده ووئېل پھ دسمبر 2017 كښې پھ اسلام آباد كښې د شوي وړومبي شپږو هېوادونو سپيكرانو كنفرنس كښې د پاكستان سره روس٬تركيې٬ايران٬چين او افغانستان ګډون كړی وو۔پھ دې كنفرنس كښې په سيمه كښې د ترهه ګرۍ چېلنج مخ نيوي او د څوكالۍ او پرمختګ له پھ مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې وه۔د المان خاص استازي ووئيل د المان حكومت هم پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او په بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو سره د اړيكو له پراختيا غواړي۔ده ووئيل المان د اروپاﺀ لويې اقتصادي قوت دے او پاكستان سره د ملګرتيا اړيكې غواړي
متعلقہ مضامین
-
Indian plane used Pakistani airspace over Lahore region
-
PM Imran Khan turns down proposal to increase petrol price
-
Court orders to place names of Nawaz’s close relatives on ECL, block CNICs
-
Door not yet shut on talks with TLP
-
Govt won’t tolerate further breach of law by TLP: NSC
-
Pakistan vs Afghanistan: Asif Ali is a true finisher, says skipper Babar Azam
-
People reject PDM’s defeatist elements: Usman Buzdar
-
19 dead in suicide attack on Kabul army hospital
-
PM seeks steps to guard youth against immoral alien culture
-
PM directs law minister to get vacated stay orders on sugar mill petitions to control commodity’s price
-
Govt committed on GB development: Tarin
-
South Punjab gets first DG water management