اسلام آباد ۔ 25 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د پاکستان او متحدہ عرب امارات ترمينځھ د تجارت په زياتېدونكي حجم د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي پاكستان د برېښنا ٬ تېل او ګاز ٬ ټېلي كام او مالياتي خذماتو په څانګو كښې په سرمايه كارۍ زړه پورې منافع وركوي۔ ده دا خبره د یو اے ای سفیر حمد عبېد ابراهیم سالم الزابی سره د شورؤ په ورځ ملاقات كښې وكړه۔ وزیراعظم یو اے ای سره د اړيكو اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل لوئے شمېر پاكستاني وګړي د يو اے اي په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي او د ورورولۍ په اړيكو كښې د پل په توګه كار كوي۔ ده د يو اے اي پرمختګ او په خاص توګه د پاكستان لرې پرتو سيمو ته د رسېدونكو بشري خواخوږۍ مرستې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل دا مرسته د مضبوطو خپلولو عكاسي كوي۔ وزیراعظم سفير ته ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس لخوا د يو اے اي اولس مشر شېخ خليفه بن زېد النهيان او اولس له نېكې هيلې ورسوي۔ د یو اے ای سفیر د وزیراعظم مننه كولو سره د پاكستان تېل او ګاز په څانګه كښې سرمايه كارۍ كښې د يو اے اي خوښي ښكاره كړه
متعلقہ مضامین
-
New Zealand PM requested PM Imran for cricket team’s tour postponement: Fawad
-
PM gets a warm welcome at Tajikistan Presidential Palace
-
Damascus hosts PIA flight after 22 years
-
Pakistan Army troops participate in UN Peacekeeping Exercise ‘Shared Destiny 2021’
-
Pakistan capable to host international cricket, security arrangements: Faisal Javed
-
PTI govt afraid of ECP’s opposition to EVMs: Senator Khokhar
-
Dengue fever: 34 more cases reported in Punjab
-
KP govt initiates projects in health sector
-
CEC, opp ‘speaking the same language’
-
Exports increase by 24% to Rs742,259 mln in two months
-
Pakistan to prepare South Asia’s first-ever advanced MRV system
-
Pakistan becomes the 4th fastest growing freelance market across the world