اسلام آباد۔18مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په كرغزستان كښې پاكستاني سفير حسن علی ضیغم سره ټېلېفوني تماس نيولے او هغه ته يۍ په روانه وضعه كښې پاکستانی زده كوؤنكو ته د هر ډول مرستې كولو هدايت كړے دے۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سفير ته هدايت وكړو چې هغه دې د هاسټلز په خپله دوره كولو سره زده كوؤنكو سره ملاقات وكړي۔ پاکستانی سفیر وزیراعظم صورتحال څخه خبرولو سره ووئيل چې په پېښه كښې كوم پاكستانے په حق نه دے رسېدلے٬ سفارت د ژوبل شويو زده كوؤنكو معاونت كوي۔ وزیر اعظم تاکید وكړو چې هغه دې د زده كوؤنكو مور پلار سره تماس كښې وسي او دوئي ته دې هر ډول ضروري معلومات وركوي۔ وزیرِاعظم سفارتخانې ته ژوبل شويو زده كوؤنكو ته د هر ډول طبي آسانۍ وركولو هدايت كولو سره ووئيل كوم ژوبل شوې زده كوؤنكي چې پاكستان ته راتلل غواړي د هغوي د راتللو دې فوري انتظام وكړے شي۔ ده ووئيل د ژوبل شويو زده كوؤنكو د بېرته راتللو اخراجات به د پاكستان حكومت پورته كړي۔ ده ووئيل په كرغزستان كښې د روانې وضعې په خپله نګراني كوم٬ په دې صورتحال كښې به زده كوؤنكي يوازې پرېښودلې نه شي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د كرغزستان حكومت سره په تماس كښې دے۔
متعلقہ مضامین
-
د خارجه وزير شاه محمود قريشي واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت خبري كنفرنس ته وېنا
-
وزيراعظم عمران خان سره د پاك امريكا بزنس كونسل پلاوي ملاقات وكړو
-
وزیراعظم عمران خان سره واشنګټن كښې پاکستانې نژاد امریکكائې ډونرز وليدل
-
سوئيلي آسياء كښې امن لپاره وزيراعظم عمران خان خدماتو ته سلام وړاندې كوٶ
-
د شهباز شريف بيان د كپتان په ضد د حسد څرګندونه ده۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان
-
د وزیراعظم عمران خان د امريكې دوره د توقع څخه زياته كامياب وه
-
پاکستان او المان د سوشل هېلت پروټېكشن فېز ټو له مخې د 2160.48 مېليونه روپو ماليت په لوظنامو لاسليك وكړو
-
پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ازبكستان د سېټېټ سېكورټي سروسز مشر سره ملاقات وكړو
-
وزیراعظم عمران خان چې كله د سېكرټ بېلټنګ په ځائ د شو آف هېنډ د لارې د سېنېټ د ټاكنو وړاندېز وركړې ٶ نو دواړو ګوندونو رد كړے ٶ
-
د هندي پوځ لخوا د كلسټر بمونو استعمال د نړيوالو كنونشنو خلاف ورزي ده٬ كوم ډول وسله هم د خپلواكې د حق منزل ته رسېدو لپاره د كشميريانو لار نه شي نيولې۔ آئي اېس پي آر
-
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اطلاعات او خپرونو د وزارت او د ذيلي ادارو د يوې كلنې كاركردګۍ په اړه د جاج اغستو غونډه
-
د هند لخوا د آرټيكل 370 خاتمه او كشمير كښې د امن په خراب شوي صورتحال كشمير لپاره د او آئي سي د رابطه ګروپ بېړنۍ غونډه راوبللې شوه