اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي په پاك افغان پوله مېرمنو او ماشومانو ته د بائيومېټرك څخه د استثنی وركولو اعلان كړے دے۔ ده افغان ناظم الامور سردار احمد شکېب سره د ملاقات په مهال د خيالاتو څرګندونه كوله۔ داخله وزير ووئيل په پاكستان كښې په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو بهرنيو وګړو د بېرته تللو لړۍ روانه ده٬ هدايات دا جاري كولې شي چې هغوي سره دې د عزت او احترام معامله وكړې شي۔ ده ووئيل د پروف آف رجسټرېشن او افغان سټیزن کارډ لرونكو په ضد هېڅ كارروائي نه كېږي٬ په دې لړ كښې به كوم كمے يا بدتميزي ونه زغملې شي۔ ده ووئيل داخله وزارت په دې لړ كښې کنټرول سېنټر او هېلپ لائن جوړ كړے دے۔ ده ووئيل افغان سفارت دې يو استازې وټاكي دغسې چې د شكايتونو فوري ازالې له كنټرول سنټر سره پرله پسې په تماس كښې پاتې شي۔ د كورنيو چارو وزير وېنا وه چې په كراسنګ پوائنټ به مېرمنو او ماشومانو ته د بائيومېټرك څخه استثنی ترلاسه وي
متعلقہ مضامین
-
Pak Embassy in Ukraine overseeing safe evacuation of students, families
-
Qureshi ‘hopes’ Sindh govt will not create hurdles in PTI’s march
-
PTI become voice countrywide: Shah Mahmood Qureshi
-
2 dacoits held, third flees
-
Nine alleged criminals arrested in Gujranwala
-
Collective efforts to ensure women’s rights emphasized
-
Minor girl among three dies, 25 others injured in Khanozai bus-truck collision
-
Mazari addresses the 49th session of the UN Human Rights Security Council
-
Sanjrani seeks to bolster ties with African countries under ‘Engage Africa’ policy
-
100,000 digital franchise post offices to be established: minister
-
Marriage under age 18 illegal: IHC
-
Govt to give Rs 56bln subsidy on interest-free loans of Rs 407bln: Farrukh