کوئټه۔27 اګست (اے پی پی) نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره د بلوچستان قبائلي مشرانو ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس څخه د خپور شوي بيان لمخې په ملاقات كښې قبائلی مشرانو وزيراعظم ته د وزارت عظمٰی منصب په سنبالولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې وزيراعظم د قبائلي مشرانو مننه وكړه او د هغوي مسئلې يۍ واورېدلې۔ نګران وزیرِ اعظم د بلوچستان مسئلو حل كولو له د ټولو ممكنه وسائلو مصرف كولو لوظ تكرار كړو۔ وزیرِ اعظم ووئيل د پاكستان پرمختګ د بلوچستان پرمختګ سره تړلے دے۔ حکومت به په بلوچستان كښې سرمايه كاري زياتولو ٬ د كركيلې او صنعت څانګې پرمختګ او اولس ته د روزګار موقعې وركولو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ نګران وزيراعظم ووئيل حكومت به د بلوچستان ځوانانو ته مخ په وړاندې تللو له يو ډول موقعې وركوي۔ وزیرِ اعظم ووئيل نګران حكومت به د هېواد د معيشت په پرمختګ كښې د بلوچستان كردار زياتولو له د انفراسټرکچر، برېښنا ،اوبو او د ټولو ضروري وسائلو رسنې له هڅې كوي۔ د بلوچستان ګورنر عبد الولي كاكړ او نګران اعلی وزير علي مردان ډومكي هم ملاقات كښې موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
UNDP, South Punjab Secretariat launch two landmark SDGs Reports for equitable development in region
-
HEC abolishes endorsement requirement for TTS
-
DG PCAA to hold E-Kachehri on Friday
-
Sindh governor reviews performance of federal govt depts
-
Bulgarian envoy visits Peshawar Museum
-
Timely completion of projects stressed
-
Bank accounts, CNICs of hardcore POs to be blocked: SSP Operations
-
IGP takes notice of misbehaviour of DSP with citizen
-
Huge fire in Kasur factory claims life of two
-
166 health sector uplift projects in progress, KP CM told
-
Reporter who fooled US officials to obtain visa arrested in Karachi
-
Fawad Ahmed to replace Rashid Khan in Lahore Qalandar’s squad