اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي چې د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كولو نه غېر كوم رياست مخ په وړاندې تللے نه شي٬ ټول امنيتي ځواكونه خپله وظيفه په زړه پورې ډول ترسره كوي٬ په دوئي كښې پوليس د فرنټ لائن كردار لري۔ په يو كال كښې مو د پوليس د تنخاګانو ٬ مراعات او شهداﺀ پېكج په شمول ټولې غوښتنې ترسره كړي دي۔ ده د شورؤ په ورځ د اسلام آباد پوليس 38م کانسټېبل پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب كولو۔ د اسلام آباد پوليس آئي جي په شمول د وفاقي پوليس نورو چارواكو هم دې دستوره كښې ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر په دې موقعه د وفاقي پوليس د ځوانانو د پرېډ معائنه هم وكړه۔ په خپل خطاب كښې داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل په دې بېج كښې شامل ځوانان د ګرد هېواد بېلو برخو څخه د اهليت او قابليت په بنياد بھرتي كړې شوي دي۔ د مېرمنو په شمول دا 1751 پولیس ځوانان به خپلې ذمه وارۍ په زړه پورې ډول ترسره كوي۔ پوليس افسران او ځوانان دې تل د خپل سوګند خيال وساتي۔ ده ووئيل پوليس ځوانان او افسران د هېواد او اولس حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د شهادت درناوې ترلاسه كوي۔ ده ووئيل د رياست بنيادي ذمه واري د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كول دي۔ ده ووئيل د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كولو نه غېر كوم رياست مخ په وړاندې تللے نه شي۔ ده ووئيل د پوليس څانګې چې كومې غوښتنې وې هغه مو ترسره كړي دي۔ ده ووئيل اسلام آباد سټی او اسلام آباد پوليس مو ماډل جوړ كړے دے۔ ده ووئيل اسلام آباد پولیس روغتون له مو 5 اربه روپۍ بېلې كړې دي۔ دغسې د اسلام آباد پوليس ماشومانو زده كړو له مو هم ګامونه پورته كړې دي۔ ده ووئيل د اسلام آباد امن د ګرد هېواد امن نمائندګي كوي۔ ده زياته كړه چې په اسلام آباد كښې په هر ډول جرمونو بايد قابو وموندلے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt striving for composite development across Punjab
-
Owner charged with raping tenant’s daughter in Gujranwala
-
8 die,16 injured in rain, snowfall related incidents in KP: PDMA
-
Over 43.5 mln children received Polio vaccine during nationwide campaign
-
Civil defence training for citizens stressed
-
Senate refers five bills to committees, passes two motions
-
Justice Ayesha sworn in as first woman SC judge
-
Australia Day message from Chargé d’Affaires Bryce Hutchesson
-
NAB following three-pronged strategy against corruption
-
NAB briefed PAC about total recovery
-
Govt facilitating construction of houses for low-income groups
-
New programs for special people to be launched: Farukh