اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی چیئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملک په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه همكارۍ او د ډیزاسټر مېنجمنټ په څانګه كښې د پېشګي او فعاله اقداماتو په اړه خبرې وشوې۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د روان كال سېلاب په مهال په بشپړه مرسته كولو د چينائي حكومت مننه وكړه۔ ده په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بحالۍ پړاؤ لپاره د چين لخوا د روانې مرستې ستائنه كولو سره په سباؤن كښې په تكنيكي اصولو د اډانه لرونكې نېشنل اېمرجنسی آپرېشن سېنټر(اېن ای او سی) تشكيل كولو سره اړوند د منصوبې تفصيلات شيئر كړل كومه به چې ټولو مرستيال او اړوندو ادارو سره په ګډه د مرستې خذمات ترسره كوي۔ د چين سفير د موسمياتي بدلونونو دلاسه د رامخې ته شويو آفتونو مخنيوي لپاره د ګډې اقداماتو او پاكستان سره د دوه اړخيزه اړيكو په لا پراختيا زور راوړو۔ ده د اېن ډي اېم اے او د چين د اېمرجنسي مېنجمنټ وزارت (اېم اي اېم) ترمينځه د ټېكنالوجي او معلوماتو تبادلې ٬ ابتدائي وارننګ سسټم او د موسمي پېشګوئۍ جاج اخستو سره سره د پېشګي تيارۍ او رېسپانس څانګې بيا د سر نه تشكيل كولو لپاره د يوې بشپره او دوه اړخيزه موافقې وړاندېز وركړو۔ ده د اېن ډي اېم اے او اېم اي اېم ترمينځه د تړون په لا مضبوطولو هم زور راوړو۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan concerned over politicisation of FATF: FO
-
52 new dengue patients emerge in Islamabad, 2 die
-
JKNF terms Jammu massacre Muslim holocaust
-
Jammu Martyrs’ Day set to be observed today
-
CTD detains gangster in Karachi raid
-
KP CM wants all shelter homes fully equipped
-
Masses to benefit from fruits of development: Shafqat
-
OIC special envoy to visit Pakistan, AJK from Nov 7-12
-
DG FIA Sanaullah Abbasi visits cybercrime headquarters Sindh
-
Mafia making all out effort to flop government: Gill
-
No plan to change designs of currency notes: SBP
-
Punjab records 6 deaths due to dengue fever, 456 new cases