اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف بنو او نورو سيمو كښې د ترهه ګرۍ كاروائيو سخته غندنه كولو سره وئيلي چې د ترهه ګرۍ د لارې پاکستان كښې اړې ګړې كولو ناوړه هڅو به سختۍ سره مخنيوې كولې شي،د ترهه ګرۍ مسئله د قومي سلامتيا حساس معامله ده، اجتماعي سوچ او تګلارې ته اړتيا ده۔ د شورو په ورځ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل رياست به كوم هم ډول ترهه ګرو يا يا تنظيم په وړاندې سر نه ټيټوي،د ترهه ګرو به د آئين او قانون له مخې مخنيوې كولې شي۔ وفاقي حکومت به د ترهه ګرو بهرني سهولت کارۍ او پټن ځايونو خاتمه كوي۔ ټول قام د خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دې۔ وزير اعظم د ترهه ګرۍ په ضد هلي ځلي كونكي فورسز جذبې او عزم ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وزيراعظم د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا او هغوي له د درملني ښه آسانيو وركولو سپارښتنه كولو سره ووئيل د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي، ردا لفساد او ضرب عضب د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره مهم اقدامات ؤ۔ده ووئيل وسله والو ځواكونو ، پوليس، رينجرز او ديګر قانون نافذ کونكو ادارو افسرانو او ځوانانو لوئ قربانۍ وركړې كومې به چې عمر له ياد ساتلې شي۔ وزيراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ مقابلې لپاره به د صوبو سره په ګډه كار كوو۔د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره به په نېشنل ايکشن پلان په بشپړه ډول عمل درآمد کولې شي۔ صوبائي حکومت صلاحيت او د كار استعداد زياتولو د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره مهم دي۔ وزيراعظم ووئيل وفاق به په صوبو كښې د ترهه ګرۍ مخميوي فورس او ډيپارټمنټ پيشه وره صلاحيت ښه كولو كښې معاونت کوي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan concerned over politicisation of FATF: FO
-
52 new dengue patients emerge in Islamabad, 2 die
-
JKNF terms Jammu massacre Muslim holocaust
-
Jammu Martyrs’ Day set to be observed today
-
CTD detains gangster in Karachi raid
-
KP CM wants all shelter homes fully equipped
-
Masses to benefit from fruits of development: Shafqat
-
OIC special envoy to visit Pakistan, AJK from Nov 7-12
-
DG FIA Sanaullah Abbasi visits cybercrime headquarters Sindh
-
Mafia making all out effort to flop government: Gill
-
No plan to change designs of currency notes: SBP
-
Punjab records 6 deaths due to dengue fever, 456 new cases