اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د مقبوضه كشمير په معامله د هند غېر قانوني اقدام او په بې ګناه كشميريانو د هندي ظلم په ضد پاكستان د هند سره سفارتي اړيكې كمولو٬د هند سره دوه اړخيزه تجارت معطل كولو٬په ټول دوه اړخيزه اريجنمنټس نظرثاني كولو٬د ملګرو ملتونو او سلامتي كونسل ته رجوع كولو او 14 اګست د پاكستان د آزادۍ ورځ د كشميريانو سره د يو والي په توګه لمانځلو پريكړه شوې٬په 15 اګست به د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځ په توګه لمانځلې شي٬د پاكستان د هر ځاې څخه به غږ پورته كېږي چې كشمير به پاكستان جوړیږي٬پاكستان د ملګرو ملتونو عمومي سېكترسلامتي كونسل او د عمومي اسمبلۍ صدر د هندي عزائمو څخه وړاندې څخه وركړی ؤ۔نن د مقبوضه كشمير ټول كشميري قيادت د هندي اقدام په ضد يو موټې كېدو سره هغه مسترد كړې۔د پارليمان د شريك قرارداد څخه به كشمير سره د يو والي پیغام لاړ شي بايد نړيوال تنظيمونه او ادارې د هند په غېر قانوني اقدام خاموش پاتې نه شي٬پاكستان وړاندې هم د كشميريانو سره ؤ او نن هم د كشميريانو سره دې۔كشميريان به يوازې پرېښودلې نه شي۔د شورو په ورځ د پارليمان شريكه غونډه كښې د مقبوضه كشمير په صورتحال روان بحث راغونډولو سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل هند چې په 5 اګست كوم اقدامات كړي د هغې غندنه شوې او هغه مسترد شوې هم دې۔د پاكستان اولس سياسي ګوندونه او د مقبوضه كشمير كشميري قيادت هغه منلې نه دې٬په دې صورتحال زياتو وګړو د خپلو رايو څرګندونه كړی٬نيويارك ټائمز٬واشنګټن پوسټ او سن ډے انټرنېشنل د تشويش څرګندونه كړی٬د مودي حكومت صورتحال د وړاندې څخه زيات كړكېچن كړې۔ده ووئيل دلته چې بحث پیل شو نو زه موجو نه اوم٬د حج له تلې ووم خو ما محسوس كړه چې ټول قام د تشويش په حالت كښې دې٬ما د پاكستان اولس او د ايوان د رايو احترام كولو سره او د كشميريانو سره د يو والي څرګندونې له بېرته راغلم۔ده ووئيل د پولې پورې غاړه او دلته كشميريانو ته پیغام وركوو چې قام او اولس پھ دې مسئله يو موټې دې٬هند عمر له سفارتي هڅې كوي چې د كشمير مسئله وزورولې شي۔هند هڅه كوي چې د نړۍ پام دې مسئلې څخه واړوي خو اوس هند پخپله دې مسئلې ته نړيوال پام راګرځولې٬نن په ټوله نړۍ كښې د كشمير مسئلې او د كشميريانو د هلو ځلو ذكر كېږي٬د هند پخواني داخله وزير چدمبرم هم وئېلي چې تاريخ به اووائي چې د مودي حكومت پريكړه غېر جمهوري فعل ؤ۔ده ووئيل د هند پخواني وزيراعظم جواهر لعل نهرو څو وارې خپل موقف وړاندې كړی چې پكښې د استصواب رائے لوظ شوې ؤ۔ده ووئيل كشمير به پاكستان جوړېږي۔ده ووئيل د محبوبه مفتي او عمر عبدالله بيانونه نن واضح دي٬دې پیښې يو موټې كړي۔ده ووئيل نريندرمودي په غلط فهمۍ كښې
متعلقہ مضامین
-
‘Beneficiaries’ pointing finger at ‘neutrals’ now
-
CPC thanks COAS for security to Chinese
-
Heavy intermittent rains expected in Karachi from July 2 evening: chief meteorologist
-
Minister signs agreement to establish Mega City Nowshera
-
Body formed to finalize Journalist Protection (Amend) Bill: Marriyum
-
President directs private bank to refund defrauded money to senior citizen
-
PTI all set to hold power show at Islamabad’s Parade Ground today
-
Govt decides to ensure 100 % CCTV coverage of Safe City Project: Sana Ullah
-
PM approves five-day public holidays on Eid ul Azha
-
ANF recovers 62.900 kg narcotics; arrests six accused
-
Minister inaugurates Rescue 1122 service
-
Jaghra terms tribals sehat cards stoppage, a biased decision