اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د اګست په اتلسمه نېټھ دې هر يو پاكستانې د لږ نه لږ يو بوټې نال كړي٬د راتلونكو څلورو كلونو په مهال به د لس اربه اونو نالولو پروژه ترسره كوو٬په خېبرپښتونخوا كښې د يو ارب اونو نالولو اعتراف نړۍ هم كړې٬كه اونې نال نه كړو نو تودخه او خيرنوالې به لا زيات شي٬بارانونونه به لږ شي٬ګليشيئرز به ويلي شي او په ماحوليات به منفي آغېز اوشي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په شكړپړياں كښې د اونو نالولو د كمپائن په لړ كښې يوې دستورې ته وكړې۔وزيراعظم عمران خان پھ دې موقع د بوټي په نالولو سره د اونو د نالولو د كمپائن پرانسته وكړه۔په دې موقع د وزيراعظم د ماحوليات صلاحكار ملك امين اسلم او دوهمه وزيره زرتاج ګل هم موجود وه۔وزيراعظم ووئيل په كوم منظم ډول چې ټولو صوبو سره په ګډه پھ هېواد كښې د اونو نالولو كمپائن پیل كړی شوې په دې مباركي وركوم۔ده ووئيل د راتلونكو څلورو كلونو په مهال به د لس اربه اونو نالولو پروژه ترسره كړې شي۔ده ووئيل نن پاكستان پھ داسې مقام ولاړ دے چرته چې مونږ د دې نه يو داسې هېواد جوړولې شو كوم به چې نړۍ لپاره مثال وي۔ وزيراعظم ووئيل د اونو نالولو د لارې مونږ په هغه هېوادونو كښې شاملېدې شو كومو چې خپل هېوادونه شنه او سپرلي خېزه ساتلې۔وزيراعظم ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې زمونږ حكومت جې د اونو نالولو لپاره كوم كردار ترسره كړی نړۍ يې اعتراف كوي۔په پنځو كلونو كښې يو ارب اونې نالول ډېره لويه كارنامه ده۔ ده ووئېل په دې لړ كښې د شك پیدا كولو هڅې هم كړې شوې خو نړۍ اومنله چې يو ارب اونې نالول سره د ځنګلات زمكه مونږ 6 نيم فيصده زياته كړې او مونږ دا كار په ډېر كم لګښت كړی۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې ټمبر مافيا ډېره قوي وه٬دوي به سياستدانانو سره په ګډه اونې وهلې خو مونږ يې مقابله وكړه۔د ځنګلاتو د محكمې ګڼ شمېر ځوانان دوي سره په مقابله كښې شهيدان شوي هم دي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل اوس مونږ ته په ټول پاكستان كښې اونې بوټي نالولو دي٬په دې پروګرام كښې به ځوانانو ته خپل كردار ترسره كول وي٬ كه اونې نال نه كړو نو تودخه او ناولتيا به لا سوا شي٬بارانونونه به كم شي٬ګليشيئرز به ويلي شي او په ماحولياتو به منفي آغېز اوشي۔ده ووئيل وړاندې به پشكال كښې ډېرې اونې نالولې شوې ٬ ده ووئېل هر يو پاكستان دې په دې پروژه كښې ګډون وكړي او د اګست په اتلسمه نېټه دې كم نه كم دوه بوټي نال كړي۔وزيراعظم په دې موقع په دستوره كښې ګډون كوونكو ماشومانو او ځوانانو ته ووئيل تاسو لاسونه دې پورته كړي چې آيا تاسو داسې كولو لپاره تيار دئې ٬ټولو لاسونه پورته كړل او د وزيراعظم تائيد يې وكړو۔دستورې ته د وزيراعظم د ماحوليات صلاحكار ملك امين اسلم وېنا وكړه او وې وئېل په هېواد كښې لس اربه اونې نالول د وزيراعظم خوب دے او مونږ به يې تر سره كوو۔ده ووئيل د هېواد 50 فيصده زمكه داسې ده چرته چې اونې نالېدې شي۔ده ووئيل په اسلام آباد كښې به په سل ايكړه زمكه ځنګل جوړولې شي او وګړو ته به هم دوه لكه بوټي وركولې شي
متعلقہ مضامین
-
PML-N to win by-elections with public support: minister
-
Applications invited for support to orphans’ education
-
PHIMC signs agreement on health facility program
-
Atlas Battery accelerates efforts to enter Turkey
-
Prof Bilveer from NUS delivers lecture at Central Punjab University
-
Another earthquake jolts Islamabad, surroundings
-
PML-N files appeal against orders for notification of PA reserved seats
-
Minister vows to resolve problems of overseas Pakistanis
-
Meezan Bank expands its ATM network to 1,000
-
Sindh sets up online data portal for educational institutions
-
Murad sets timeline for completion of Rs 53bn Karachi water scheme
-
New discovered gene can increase risk of Alzheimer’s in women