اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي د اسلامي مرستې تنظيم﴿او آئي سي﴾ عمومي سېكتر ډاكټر يوسف احمد العثيمين سره په ټېليفون خبرې وكړې۔ په ټيليفون په مقبوضه كشمير كښې د هند په زياتېدونكي جارحيت او د امن او امان په صورتحال خبرې وشوې۔ خارجه وزير ووئيل چې د هند لخوا په بې ګناه كشميريانو د طاقت استعمال ډېر د غندنې وړ دے٬ هند په بې ګناه كشميريانو ظلم كوي او د نړيوالو قوانينو سخته خلاف ورزي كوي۔ ده ووئيل چې هند ياترانو او غېر ملكي سېلګرو ته د كشمير نه د وتلو احكامات په اندېښنه كښې د اضافې لا سبب ګرځي۔ په دې حالاتو كښې به او آئي سي په سمدستي توګه د صورتحال نوټس واخلي۔ د او آئي سي عمومي سېكتر د نوټس اخستلو او په دې لړ كښې د هر ډول ممكنه مرستې كولو باور وركړو۔ له بلې خوا د خارجه وزير لخوا په خارجه وزارت كښې د پخوانيو سېكترانو بېړنې غونډه هم وشوه۔ په غونډه كښې په كشمير كښې د هند په جارحيت او اندېښمن صورتحال مشوره وكړې شوه۔ خارجه وزير ووئيل چې نړۍ او د بشري حقونو نړيوالې ډلې دې په سمدستي توګه د حالاتو نوټس واخلي۔
متعلقہ مضامین
-
Covid-19: Patel tells NCOC to collaborate with Sindh govt
-
Two-day SIMEX drill kicks off at NDMA
-
COVID-19 positivity ratio climbs to 3.5% for first time in three months
-
Talks with IMF likely to begin on 30th: Miftah
-
Justice Shahzad takes oath as acting LHC CJ
-
Pakistan rejects Indian attempts to link Udaipur incident to Pakistan
-
Pakistan mulls plan to import oil from Russia
-
NAVTTC, Daraz Alibaba group collaborate for youth employment
-
PM Shehbaz, COAS discuss country’s security situation
-
Karot hydropower project put into full commercial operation
-
Re-election for CM Punjab to take place on July 22: SC
-
Karot Hydropower to promote Pak-China coop in energy sector