اسلام آباد ۔ 16 اپرېل (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي وئيلي دي چې آفاقي علم ته په دنياوي علم بايد ترجيح وركړې شي او ددې دواړو امتزاج سره پوهه ترلاسه كېږي۔ د ټولنې د غلطو معياراتو په ځائې دې داسې ګامونه پورته كړې شي چې ورسره ټولنې ته ګټه ترلاسه شي۔ زده كوؤنكي دې پياوړې كردار او په ژوند كښې مثبت سوچ ولري او قامي ګټو لپاره دې د ذاتي ګټو قربانۍ څخه مخ نه اړوي۔ ده تېره ورځ د التمش انسټی ټیوټ آف ډېنټل مېډیسن (اے آئی ډی اېم) 2017ء او2018ء بیچز د سندونو وېش دستورې ته خطاب كولو۔ د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي 144 ګرېجوېټ ډاکټرز ته سندونه او پوزيشن ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ته مېډلز وركړل۔ دستورې ته خپل خطاب كښې چیف آف دی نېول سټاف طالبعلمانو او د دوئي مور پلار ته مباركي وركولو سره ووئيل د كانووکېشن موقعه طالبعلمانو لپاره ډېره مهمه ځكه وي چې دې سره ددوئي د تعليم پړاؤ ترسره او پېشه ور ژوند پېل شي كوم چې د انسانيت په خذمت اډانه لري۔ ده په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې التمش انسټی ټیوټ آف ډېنټل مېډیسن د ټولنې وروستو پاتې طبقو له کمېونټی ډېنټسټری كښې هم برخه اخلي۔ دستوره كښې د جامعه كراچۍ وائس چانسلر ٬ د تعليمي څانګې مشرانو چارواكو ٬ نيول افسرانو او د ګرېجوېټ كېدونكو ډاكټرانو مور پلار
متعلقہ مضامین
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
People cannot be left at mercy of ‘miscreants’
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
Saudi Arabia expands US$3b deposit to Pakistan
-
Hammad Azhar moves LHC against CM Hamza, IG Punjab
-
Yasin Malik’s imprisonment can’t dampen Kashmiri spirit for freedom: DG ISPR
-
IHC summons Mir Shakeel for publishing anti-judiciary ads
-
Pakistan sends truckload of aid for flood-hit Afghans
-
Indian girl puts hand in fan after parents refuse to buy expensive smartphone
-
Experts call for a strong policy framework to promote electric vehicles
-
Climate change casts adverse impacts on mangoes production this year: Sherry
-
Muslim world urged to shun ties with India until Yasin’s release