اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګڼدا پور وئيلي دي چې ملګرو ملتونو 70 كاله وړاندې د كشميريانو د خپلواكې حق منلې خو تر اوسه ئې په عملي كولو كښې پاتي راغلي٬ هند په مقبوضه كشمير كښې د حېوانيت او سفاكۍ نوې مثالونه جوړ كړې دي٬ په كشمير كښې د 13 څخه تر 25 كالو ځوانان په خاص توګه په نښه كولې شي۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس به كشميري اولس ته د دوئي د خپلواكۍ حق وركولو له خپلې سفارتي ٬ سياسي او اخلاقي هڅې دوامدارې ساتي۔ ده ووئيل چې د نن نه 70 كاله آګاهو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كشميريانو د خپلواكۍ حق منلو سره په سپېځلي توګه د رايو شمېرې د لارې د دوئي د سباؤن پرېكړې كولو قرارداد منظوري وركړې وه۔ ولې افسوس په دې خبره دې چې د 70 كلونو تېرېدو سره هم نړيواله ورورولي او ملګري ملتونه د خپلواكۍ حق په دې قرارداد عملدرآمد كولو كښې ناكامه پاتې شوي دي او د خپلو سياسي او معاشي ګټو لامله دوئي په كشميري اولس د روان زور ظلم او زياتي څخه سترګې پټې كړې دي۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د حېوانيت او سفاكۍ نوې مثالونه جوړ كړې دي او تېره ورځ ئې هم څلور بې ګناه كشميريان شهيد كړي دي۔ ده ووئيل په كشمير كښې د 13 څخه تر 25 كالو ځوانان په خاص توګه په نښه كولې شي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير سره اړوند د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن راپور يوه لويه سفارتي كاميابي ده چې په بنياد ئې د كشمير مسئله په نړيواله توګه رامخې ته كولې شي۔ ده ووئيل په خپله د هند دننه ځينې شعور لرونكې حلقې دا تسليموي چې د كشمير مسئله يوازې د مذاكراتو د لارې حل كېدې شي۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ كشميري اولس ددې لوظ پخلې كوي چې د ملګرو ملتونو لخوا منلې شوې د خپلواكۍ حق زمونږ پېدائشي حق دے او مونږ به چرې دې نه په شا نه شوو۔ ده ووئيل په اېل او سي بې درېغه ډزې او مقبوضه كشمير كښې انسانيت سوز ظلمونه د خپلواكۍ حق له د كشميري اولس عزم كمزورې كولې نه شي۔ ده زياته كړه چې كشميري اولس به هند څخه خپل حق ضرور اخلي۔
متعلقہ مضامین
-
Senator Rehman Malik passes away at 70
-
Lahore witnesses decline in corona patients
-
Pakistan wins gold medal at London stamp exhibition
-
NADRA starts two new facilitation centers in remote parts of GB
-
Court adjourns mega money laundering reference hearing till Mar 31
-
IESCO introduces Mobile App “IESCO Light” to provide prompt facilities to consumers
-
IT exports increase by 32.65% in seven months
-
Officers attending SMC visit SSU headquarters
-
638 out of 671 public complaints resolved: DG
-
Pakistan safely evacuates 2,400 students, families from Ukraine
-
Pak-Afghan border still closed two days after clash
-
Over 1.2m people fully vaccinated against Covid-19