اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر هيله څرګنده كړی چې كال 2019 كښې به پاكستان كښې معاشي پرمختګ زيات شي٬د عام وګړي د ژوند معيار به ښه شي او جمهوريت مضبوط شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نوې كال په پېل د اولس په نامه د مباركۍ په خپل پیغام كښې وكړه۔ده ووئيل كال 2019 به د دې حيقيقت ګواهي وركړي چې مونږ د تاريخ بدلولو پريكړه كړې او د دې دور په چېلنجونو قابو موندلو لپاره د نوې عزم سره د خپل قامي سفر پېل كولو له چمتو يو۔ده د حكومت لخوا ټولنې نه د موجوده خرابو لرې كولو٬د مظلم او بې وزله طبقې بحالۍ او د جمهوريت استحكام له د عزم پخلې وكړو۔ده ووئيل پاكستان كښې د ترهه ګرۍ ورځې ختمې شوې ۔ده د پاكستان دفاع او سلامتيا له وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو خذماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ټول اولس د شهيدانو كورنيو سره ولاړ دې۔۔لنډ مهاله سپيكر قاسم خان سوري د نوې كال په راتللو اولس له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې دا نوې كال به نه يوازې پاكستان بلكې ټوله نړۍ كښې خوشحالي او راحت راولي او د غمونو او تكليفونو څخه د خلاصي كال به ثابت شي۔ده باور څرګند كړو چې كال 2019 به منطقې او دې څخه نړۍ لپاره د امن٬استحكام او همغږۍ كال ثابت شي
متعلقہ مضامین
-
Senator Rehman Malik passes away at 70
-
Lahore witnesses decline in corona patients
-
Pakistan wins gold medal at London stamp exhibition
-
NADRA starts two new facilitation centers in remote parts of GB
-
Court adjourns mega money laundering reference hearing till Mar 31
-
IESCO introduces Mobile App “IESCO Light” to provide prompt facilities to consumers
-
IT exports increase by 32.65% in seven months
-
Officers attending SMC visit SSU headquarters
-
638 out of 671 public complaints resolved: DG
-
Pakistan safely evacuates 2,400 students, families from Ukraine
-
Pak-Afghan border still closed two days after clash
-
Over 1.2m people fully vaccinated against Covid-19