اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چين سره دوستي د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده٬غوره او د اوږدې مودې نتيجو ترلاسه كولو لپاره د سي پېك پروژو معاشرتي او اقتصادي اړخونو ته خاص پام لرنه كولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د چين مرستيال خارجه وزير كونګ زوآن يو سره خارجه وزارت كښې د ملاقات په مهال وكړې۔د ملاقات په مهال د سيمه ايزې سلامتيا پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ ملاقات كښې منطقې ته د ورپیښو ستونزو حل او د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره په شريكو هڅو كولو اتفاق وكړې شو۔خارجه وزير د پاكستان او چين د خارجه وزيرانو په كچه په ستراتېژېكي مذاكراتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔خارجه وزير د سي پېك له مخې زر تر زره د خاص اقتصادي ځايونو په جوړولو هم زور راوړو۔ده د چين مرستيال خارجه وزير په كابل كښې د پاكستان٬چين او افغانستان په درې كسيزه خبرو اترو كښې د خپل ګدون او په دې لړ كښې د شوي پرمختګ نه خبر كړو۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د چين هڅې د ستائنې وړ دي۔د چين مرستياله خارجه وزير ووئيل د چين وزيراعظم وژن له مخې چين د پاكستان معاشي او معاشرتي پرمختګ او د غربت خاتمې لپاره پاكستان سره بشپړه مرستې كولو لپاره كلك عزم لري۔
متعلقہ مضامین
-
Azhar has fond memories of Pak-Australia battles
-
Why not student unions?
-
One dead, several injured in Lahore clash between Muslims, Christians
-
India now a stronghold of extremists: Sarwar
-
ECP starts work on EVM, overseas voting projects
-
President for increased outreach of Federal Ombudsman
-
Secretary Culture served notice for illegal action
-
ECP issues code of conduct for second phase of LG polls
-
PM will hold consultation on new army chief when time comes: Alvi
-
PM offers condolences on death of veteran journalist
-
HBL PSL 7: Erin Holland the ‘Snow Queen’ of Pakistan Super League
-
COVID-19 succumbs 40 lives, infects 2,870 more people in last 24 hours