اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي د اوبو مسئلې حل كولو له قامی سوچ خپلولو ته اړتيا ده، دا مسئله يواځې د سندھ نه ټول هېواد د اوبو د كمي سره مخ دے۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د اوبو كمې په اړه د پام راګرځونې په نوټس د خيالاتو څرګندونه كوله ٬ خارجه وزير شاہ محمود قریشی ووئيل سندھ د اوبو د كمې سره مخ دې خو دا مسئله يواځې د سندھ نه ټول هېواد د اوبو د بحران سره مخ دې۔ده ووئيل کراچۍ كښې وګړي د څو لسيزو راهسې په ټانكرو ګزاره كوي هغوي ته د څښلو اوبه نه ترلاسه كېږي ٬ مونږ د اوبو مسئلې ته دومره سنجیدګۍ سره نه ګورو څومره چې حاجت وي۔ ده ووئېل زمونږ مقصد كوم سیاسی ګوند په نښه كول نه دي۔خارجه وزير ووئيل تير وخت كښې د اوبو مسئلې ته پام لرنه نه ده شوې ٬ په ایوان كښې دې په دې بحث وكړې شي۔ دا د صوبو او مرکز جنګ نه دې ٬ د صوبو او وفاق خپلې خپلې ذمه وارۍ دي۔ده ووئيل د اوبو مسئلې حل كولو له اجتماعی پوهې څخه ګټې پورته كولو ته اړتيا ده او دې مسئلې حل کولو له قامی سوچ خپلولو ته اړتيا ده۔ وفاقی وزیرې ډاکټر شیریں مزاری ووئيل اوبه د بشري حقونو معامله ده ٬ صوبائی مسئله نه ده۔ کے فور لپاره فنډز د پخواني حکومتونو پھ دور كښې نه ؤ وركړ
متعلقہ مضامین
-
Tunisia thanked for supporting IIOJK freedom
-
Pakistan reaffirms support to oppressed Kashmiris
-
Farming starts on land belonging to Guru Nanak
-
CM condemns attack on oil well in Karak
-
3-storey dilapidated building catches fire in walled city
-
Punjab reports 30 new Omicron cases in a day
-
India denies visas to 170 Pakistani pilgrims
-
PTI to make further progress on South Punjab province soon: FM
-
SHC orders Sindh govt to provide budget to all hospitals
-
Imran slams West for ‘double standards’ on Xinjiang, IIOJK
-
Hasaan Khawar reviews newly set up galleries in Lahore Museum
-
Two children drown in a lake in Hyderabad