ملګري ملتونه ۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) پاکستان مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو روانې خلاف ورزۍ د ملګرو ملتونو په پلېټ فارم رامخې ته كولو سره وئيلي دي د هند لخوا كشميري اولس له د ملګرو ملتونو تسليم كړې حق وركولو نه انكار د دې خبرې ښكاره مثال دے چې هند د بشري حقونو خلاف ورزيو په معامله د سزا نه استثنا لري۔ د ملګرو ملتونو لخوا تسليم كړې د خپلواكۍ حق په غوښتلو قابض هندي ځواكونو كشميرې اولس د جارحيت او د بشري حقونو بې رحمه خلاف ورزۍ سره مخ كړې دې۔ دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي د بشري او سماجي چارو سره اړوندې كمېټۍ غونډه كښې د بشري حقونو تحفظ او ودې په سرخط مباحثه كښې وكړه۔ دې ووئيل په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر د 14 جون تفصيلي راپور مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د څو لسيزو نه روانې خلاف ورزۍ په ډاګھ كړي ۔ مليحه لودهي ووئيل مونږ له به امتيازي سلوك ٬ غېر ملكي څخه كركه او د اسلامو فوبيا نوې صورتونو څخه خلقو ته تحفظ وركولو له ضروري ګامونه پورته كول وي۔ د مذهبونو او تهذيبونو ترمينځھ مكالمې او مرستې سره به د امن وده مقصد ترلاسه كولو له مرستياله ثابت شي۔ دې ووئېل په دې لړ كښې د پاكستان او فلپائن ترمينځھ د مذهبونو او كلتورونو ترمينځھ مكالمې ته وده وركولو له يو قرارداد وړاندې كړې شوې په كوم چې به راروانه مياشت د رايو شمېره وكړې شي۔ د بشري حقونو تحفظ له د پاكستان د لوظ پخلي كولو سره دې ووئيل وزيراعظم عمران خان جمهوري ادارې مضبوطولو ٬ د قانون سرلوړۍ او ګډ ګورننس ښه كولو سره سره ٬ زده كړو ٬ روغتيا ٬ د مېرمنو ٬ زلمو او اقليتونو خېر ښېګړې ته خاص پام لرنه كوې۔ مليحه لودهي ووئيل پاكستان به په ځائي او نړيواله كچه د سپېځلي ٬ منصفانه او مساوي نظام ملاتړ روان ساتي
متعلقہ مضامین
-
Those challenging writ of state to be dealt with iron hand: Bizenjo
-
PM Khan stirs world community’s conscience over Islamophobia: Murad Saeed
-
Fire breaks out in factory
-
Pakistan strongly condemns terrorist attack in Iraq
-
Nawaz fled due to effective accountability: Babar
-
PM to present Sehat Insaf Card to 15 million people of Bahawalpur Division
-
Minister urges for strict observance of Corona SOPs at KP schools
-
Mega dams to help save several million acre feet water: Ali
-
Senate refers three government bills to committee
-
Minister inaugurates Rs8.1m water supply project
-
PM Imran Khan lands in Beijing for four-day visit
-
World must stand against Indian oppression in Kashmir: Ibrahim