اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب د دوه ورځنې سركاري دورې په دوهم پړاؤ كښې د نهې په ورځ رياض ته ورسېدو۔ په هوائي اډه د رياض والي شاهزاده فېصل بن بندر بن عبدالعزيز او د پاكستان سفير خان هشام بن صادق د وزيراعظم هر كلې وكړو۔ د وزيراعظم هركلي كولو لپاره په دې موقع د سعودي نور چارواكي او د قونصلېټ افسران هم موجود وو۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د خزانې وزير اسد عمر٬ د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسېن٬ د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد او دوهم وزير/ د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن بارون شريف هم وزيراعظم سره دي۔ د دې څخه وړاندې وزيراعظم خپل پلاوي سره يو ځائ په مدينه منوره كښې تېره شپه په روضه رسول﴿ص﴾ حاضري وكړه٬ د ماسخوتن لمونځ او نوافل ئې ادا كړل۔ ده په دې موقع د هېواد پرمختګ٬ خوشحالې او سلامتيا لپاره خاص دعاګانې هم وكړې
متعلقہ مضامین
-
NCOC for strict implementation of NPIs to tackle Omicron
-
Prisoner in Karachi jail wins Rs1m scholarship
-
LHC dismisses Shehbaz’s plea against FIA investigation
-
Punjab converts 11,000 brick kilns over Zigzag technology in record 6 months
-
12 dead, 928 injured in 880 accidents in Punjab
-
Int’l level facilities to be provided in Ganga Ram Hospital: Dr Yasmin
-
Pak-China ironclad friendship runs deep: Pakistani Student
-
722 new cases of coronavirus reported in Punjab
-
66 mega corruption cases brought to conclusion
-
Pak entrepreneurs must develop own brands: Mian Kashif
-
Chairman NAB for collective efforts to eliminate corruption
-
NCOC to decide fate of schools today as Omicron surges in Pakistan