کراچۍ ۔ 20 اکتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي آخري ځل آئي اېم اېف پلو روان يؤ۔ مونږ كله هم دا ادعا نه ده كړې چې آئي اېم اېف ته به نه ځو۔ د سرمايه كارو باور بحالولو له به سپېځلتيا راولو۔ په راروانو 7 ٬ 8 مياشتو كښې به د ډالر په قيمت كښې تر 26 ٬ 27 فيصد كمي اوشي۔ په كاروبار كښې ګټه تاوان راځي۔ پاكستان اسټاك اېكسچېنج له به كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ كراچۍ كښې د پاكستان اسټاك ماركيټ دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د اسټاک مارکیټ مشران په زړه پورې كار كوي او اسټاك ماركيټ په غوره ډول وده كوي۔ ده ووئيل په ميډيا د اسټاك ماركيټ صورتحال ډېره ناوړه رامخې ته كېږي ولې داسې نه ده۔ اسد عمر ووئيل په پاكستان كښې كاروبار كول ګران شوي دي۔ په ماركيټ كښې سرمايه كاري كه د ټېكسېشن دلاسه كمه ده نو بايد ټھيك كړې شي او مونږ له به د سرمايه كارۍ چاپېرچل په مجموعي توګه ښه كول وي۔ وفاقي ويزر ووئيل كرڼت اكاؤنټ خساره 2 نيمه اربه ډالره څخه زياتېدو سره 18 ارب ډالر ته رسېدلې ده۔ په تندۍ سره ديواليه كېدو ته روان وو۔ كرنټ اكاؤنټ خسارې او بهرنيو ادائيګو سره پاكستان 27 ارب ډالرو ته اړتيا لرله۔ مانيټري او مالياتي ګامونو سره مو خساره كمه كړه خو روان كال پاكستان ته 9 اربه ډالره بهرنۍ ادائيګۍ كول دي۔ ده ووئيل پاكستان دې نه وړاندې 18 وارې د آئي اېم اېف پروګرام ته تلې دې۔ ولې دا آخري پروګرام دے۔
متعلقہ مضامین
-
IGP for scaling up crackdown on illegal arms dealers
-
Masarat Aalam denounces killing spree by Indian troops in IIOJK
-
Fawad takes a dig at opposition with Saraiki couplet
-
Registration of Ehsaas ration drive accelerated
-
Punjab to receive ‘Sehat Sahulat Card’ till end of March
-
Govt to disburse Rs 50bn to youth under business loans scheme
-
Cold, dry weather predicted for Sindh
-
Kashmiris to observe Indian Republic Day as Black Day
-
US dollar losing ground against the Pakistani rupee
-
Int’l Symposium on “Digital Technologies for the Future World” from Jan 19
-
Little girl hacked to death in Lahore
-
Pakistan reports over 5000 fresh COVID cases today