اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د داخله چارو دوهم وزير شهريار اپريدي وئيلي دي پاکستان د ترهګرۍ په ضد لازواله قربانۍ وركړې ٬ نړۍ بايد په مونږ د تورونو لګولو په ځائ زمونږ ډاډګيرنه وكړي٬ اېن جي اوز لپاره به د پاكستان په قوانين عمل او احترام كول وي٬ پخوانو واكمنو هېواد قرض دارې كړې٬ رياستي ادارې ئې لكه د جائيداد چلولې٬ 33 زره كناله زمكه مو د قبضه ګرو نه راخلاصه كړې چې ورسره 350 اربه ګټه خزانې ته رسېدلې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده شخصي ټي وي چېنل سره خپلو خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د بهرنيو قرضو پحقله دا هم وئيلي وٶ چې كله كه ضرورت پېښ شو نو د نړۍ سره تللو لپاره به غېر مقبول پرېكړې كول وي۔ ده ووئيل پخوانو واكمنو هېواد قرض دارې كړې نن هر پاكستانې يو لك 45 زره قرض دارے دے٬ هره ورځ د سود په مد كښې 6 اربه روپۍ وركوٶ٬ ده ووئېل د رياستې چارو لپاره قرض اخستل مجبوري ده خو اوسنۍ حكومت به ډېر زر قرض كم او د سود نه خلاص كړي ۔ شهریار خان آپریدي ووئيل پاكستان يو اتومي هېواد دے٬ په كومه بې دردۍ سره چې دا هېواد لوټلې شوې مثال ئې نه ترلاسه كېږي ٬ هم دا پاكستان دې كوم چې په تېر وخت كښې المان ته قرض وركړې ٶ او د شمالي كوريا ئې مرسته كړې وه ٬ ده ووئېل خو د تېر وخت د واكمنو د پاليسو له امله نن هېواد د قرض په دلدل كښې راګېر دے ۔ ده ووئيل د هېواد په مفادو به هېڅ سودا نه كوٶ٬ د رياست په ضد هلو ځلو كښې ككړ كسان به نه بخښو۔ شهريار اپرېدې ووئيل د پاكستان قام او ځواكونو د هېواد حفاظت او د ترهګرۍ په ضد بې شمېره قربانۍ وركړې ٬ نړۍ بايد په مونږ د تورونو لګولو په ځائ زمونږ ډاډګيرنه وكړي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كوم ګوندونه چې نن احتساب ته د انتقام نامه وركوي ھغوي دي ووائي د نېب چيئرمېن چا جوړ كړې٬ د نېب اداره چا جوړه كړې۔ ده زياته كړې چې پخوانو واكمنو رياستي ادارې لكه د جائيداد چلولې ٬ ده ووئېل
متعلقہ مضامین
-
Terrorists involved in Dasu blast arrested: CTD
-
Opposition criticises govt over plan to table mini-budget in NA
-
PIA restarts Mashhad flights after five years
-
Alizeh Shah caught smoking skillfully
-
Four Pakistani artists to feature in Pak-Turk joint series Salahuddin Ayubi
-
SHC requests response from govt in regard to suspension of gas to non-export sector
-
Writers, poets pay glowing tributes to Quaid-e-Azam
-
ANF reviews prevalent drug situation
-
Only Rs 2bn fresh taxes for common man: Tarin
-
17% GST on 150 goods
-
Two killed in Karachi’s Soldier Bazaar
-
PPP’s Jumani slaps PTI’s Ghazala Saifi