اسلام آباد ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) د قومي او صوبائي اسمبليو ضمني ټاكنو په لړ كښې پولنګ (سبا) د اتوار په ورځ كېږي۔ الېكشن كمېشن 1727 پولنګ اسټېشنونه حساس ګرځولې دي۔ ضمني الېكشن كښې د قومي اسمبلۍ په 11 او د صوبائي اسمبليو په 24 چوكو به پولنګ كولې شي۔ په حساس ګرځولې شويو پولنګ سټېشنونو كښې د پنجاب اسلام آباد، اټک، پېنډۍ ٬ چکوال، ګجرات، فېصل آباد، لاهور، جهلم، ټوبه ټېک سنګھ، ساهیوال، ملتان، رحیم یار خان او ډی جی خان، د سندھ کراچی ایسټ، خېرپور، ملیر، د صوبه خېبر پختونخوا بنو، سوات، صوابۍ، مردان، نوښار ، پېښور او ډېرہ اسماعیل خان، د بلوچستان مستونګ او د خضدار يو شمېر پولنګ سټېشنونه شامل دي۔ د الېكشن كمېشن لمخې ټولو پولنګ سټېشنونو ته انتخابي مواد رسولې شوي دي۔ د قومي اسمبلۍ 11 چوكو له 122 كانديدان مېدان كښې دي۔ د قومي اسمبلۍ په 11 حلقو كښې اېن اے 131 لاهور، اېن اے 124 لاهور II، اېن اے 103 فېصل آباد III، اېن اے 35 بنو، اېن اے 243 کراچی، اېن اے 69 ګجرات، اېن اے 65 چکوال، اېن اے 63 پېنډۍ، اېن اے 60 پېنډۍ، اېن اے 56 اټک او اېن اے 53 اسلام آباد حلقه شامل ده۔ الېكشن كمېشن په دې حلقو كښې پولنګ لپاره ترميم كړې شوې ووټر لسټ ضلعي چارواكو ته سپارلې دې۔ الېكشن كمېشن په ضمني ټاكنو كښې د برخه اخستونكو ټولو سياسي ګوندونو كانديدانو ته د انتخابي ضابطه اخلاق او انتخابي قانون احترام باوري كولو وئيلي دي دغسې چې په 14م اكتوبر كېدونكې د پولنګ عمل په ډول پايې ته ورسي۔ د الېكشن كمېشن وېنا ده چې ضمني ټاكنو له رجسټرډ آئي ووټرز ته 7364 پاس جاری كړې شوي دي۔ د پولنګ عمل به سحر8 بجې پېل كېږي كوم به چې د پاكستان د معياري وخت لمخې تر ماښام بجو دوام لري۔ رجسټرډ آئی۔ ووټرز به هم د پاكستان د معياري وخت لمخې سحر 8 بجو څخه تر ماښام 5 بجو د ووټ خپل حق كارولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
AGP to bring Nawaz back: Fawad
-
Carrying naswar while travelling to Gulf countries can land you in jail
-
PTI MNA Najib Haroon highest taxpayer among parliamentarians
-
UN, int’l community must hold India accountable for brutalities in IIOJK: Moeed
-
COVID-19 claims one more life, infects 556 others
-
LHC seeks detailed reply in Arabic teachers’ appointment case
-
Pakistan urges action against illicit financial flows from poor nations
-
PTI wants equal development across country
-
Flights now allowed to land at Lahore Airport
-
Afghanistan needs humanitarian assistance: COAS
-
30 more cases of Omicron, 756 of Covid detected: Murad
-
Another female medical student found dead in Sindh