اسلام آباد۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د قامي اسمبلۍ سپيكر د اكتوبر په 17مه نيټه غونډې لپاره د شهباز شريف پروډكشن آرډر جاري كړې دې٬ غړو له به د كرپشن په كېس كښې نيولي شوي شهباز شريف څخه د پوښتنو موقع په لاس ورشي ٬ نواز شریف اوس لندن ته څه له ځي ٬ خپل دواړه زامن او اسحق ډار دې مقدمو ته مخامخ كېدو لپاره پاكستان ته راوغواړي٬ ده ووئېل په ټي وي چېنلز تنقيد او د احتجاج په ځائ دې مخالفه ډله ميډيا ته ووائي چې په تېرو لسو كالو كښې ئې څنګه پاكستان په معاشي توګه مفلوج كړې ٬ د ټولو پوښتنو ځوابونه پكار دې۔ د زيارت په ورځ ميډيا ته د بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب چوهدري فواد حسېن ووئيل د اپوزيشن په رېكوزيشن حكومت د اكتوبر په 17مه نيټه د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې ده او دې سره سره د قامي اسمبلۍ سپيكر د شهباز شريف پروډكشن آرډر هم جارې كړې حالانكه د جسماني ريمانډ په مهال سپيكر پروډكشن آرډر نشي جاري كولې خو په رولز كښې نرمي كړې شوې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حكومت ته د نواز شريف لخوا نامه د اي سي اېل نه د وېستلو په اړه تر اوسه كوم درخواست نه دې تر لاسه شوې٬ كه درخواست راشي نو كابينه به پرې غور كوي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل نواز شریف اوس لندن ته څه له ځي ٬ خپل دواړه زامن او اسحق ډار دې مقدماو ته مخامخ كېدو لپاره پاكستان ته راوبلي
متعلقہ مضامین
-
IGP Balochistan says best services being delivered at police stations
-
New schedule for travelling after fog declines
-
Hindu Yatrees return from Katas Raj Temples
-
SCBA condemns killing of lawyer
-
Four swindling suspects sent to jail by court
-
Maryam should be ashamed of her party defeat in KP LG polls: Farrukh
-
No nation can progress without education: GOC
-
IG Punjab stresses use of ‘Hotel Eye App’ to trace criminals
-
Man killed by employer for demanding salary in Gujranwala
-
COVID-19 kills two people, infects 359 more
-
Three people died in Motorway collision near Attock
-
Expired stents cost two Punjab Institute of Cardiology officials their jobs