اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي په مني بجټ كښې په شتمندو ټېكس زيات كړې شوې ٬ عام وګړي له اسانۍ وركړې شوې٬ د چا تنخا چې د مياشتنۍ د دوو لكهو نه كمه ده په ھغوي ټېكس نه دې لګولې شوې او د چا چې زياته ده په ھغوي ټېكس زيات كړې شوې ٬ د مخالفې ډلې په غوښتنه په ټولټاكنو كښې د درغلۍ پحقله پارلماني كمېټي جوړه كړې شوې٬ مخالفه ډله خپله نه پوهېږي چې درغلي چرته شوې ٬ پارلماني كمېټي بايد د كال 1990 نه د ټولټاكنو څخه د درغلۍ پلټنې پېل كړي۔ د نهې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل هند مونږ سره مېچ ځكه نه كوي چې ھغوي ته معلومه ده چې د دې نه پس به زمونږ څه حشر وي٬ ده ووئېل نننې مني بجټ تاريخي ؤ٫ بجټ كښې په شتمندو ټېكس زيات كړې شوې٬ عام وګړي له ريليف وركړې شوې۔ وفاقي وزیر ووئيل د هېواد د معيشت چې څه حال دے د دې ذمه وار ھغه ګوندونه دي كوم چې د 20 ٬ 20 كالو راهسې په اقتدار كښې پاتې شوې٬ اوس دې زمونږ حكومت له پنځه كاله وركړې شي۔ فواد چوهدري ووئيل پي ټي آئي په تېر وخت كښې د درغلۍ پحقله د څلورو حلقو پرانستلو غوښتنه كړې وه چې عمل پرې ونه كړې شو٬ ده ووئېل پاكستان كښې ځينې رويې داسې دي كه فرښتنې هم ټولټاكنې وكړې نو ماتي خوړولو نه پس به ماتې ونه مني۔ د اطلاعات وزير ووئيل ما وزيراعظم ته وئيلي دي د كال 1990 ټولټاكنو دې پلټنې وكړې شي٬ كوم خلق چې د درغلۍ پحقله د كمېسون جوړولو غوښتنه كوي دا ټول به په زندان كښې وي۔ وفاقي وزیر ووئيل كوم كسان چې دلته زېږېدلې دي ھغوي په خپله خوښه نه دي زېږېدلي٬ كوم كسان چې كډوال دي او دلته آباد دي د ھغوي او د هغوي ماشومان دلته پیدا شوي په دي كښې د هغوي څه قصور دے، ده ووئېل مونږ له خپل زړه پراخه كول پكار دي۔ فواد چوهدری ووئېل د كومو كسانو په ضد چې دائره تنګېږي نو هغوي شور كوي چې ګراني راغله ۔ فواد چوهدری ووئېل مخالفې ډله له د هېواد د
متعلقہ مضامین
-
Islamabad reports 54 new cases of dengue today: DHO
-
Pakistan look to keep World Cup momentum in Bangladesh T20s
-
200-bed mother-child hospital to benefit entire South Punjab
-
56th national swimming championship starts today
-
PPP leader Faryal Talpur moves SHC to remove her name from ECL
-
CM’s special funds to be transmitted at district level
-
Rahmatullil Alamin Authority to help eliminate moral evils: PM
-
Even prayer time not spared for ‘rigging’
-
Three coal miners gunned down in Harnai
-
New York property case: IHC extends Zardari’s interim bail
-
MoU signed for export of onions from Pakistan to China
-
ENGRO Pakistan National Volleyball Championship 2021 set to kick off