اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) ۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري اولس ته د محرم الحرام په مهال د امن او امان اقداماتو كاميابې لپاره د مرستې كولو خواست كړے او وئيلي ئې دي چې اسلام د امن٬ محبت او برداشت دين دے كوم چې د فرقه واريت٬ انتهاخوښې او تعصب نفي كوي۔ د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې دوي ووئيل چې علما كرام او مذهبي سكالران دې د بېلا بېلو مسلكونو او د مسلمانو ترمېنځه همغږي پېدا كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي او بايد دوي د اسلام ريښتينې پېغام خپور كړي۔ دوهم سپيكر قاسم خان سوري ووئيل چې په هېواد كښې د ترهګرې خاتمې او د فرقه پرستې مقابلې لپاره هم خپل اختلافات هېرولو سره د يوې جامع حكمت عملې خپلولو ضرورت دے۔ بايد مونږ د محرم الحرام په حقيقي روح عمل وكړو كوم چې د ايثار٬ قربانې او برداشت درس وركوي۔ بايد د محرم په مهال مونږ د هر ډول تعصب او فرقه بازې نه ځان وساتو۔
متعلقہ مضامین
-
Opposition has required numbers: Shahbaz Sharif
-
3,000 Sikh pilgrims to reach Lahore via Wagah
-
Ex GB CJ Rana Shamim trying to leave the country
-
Govt committed to provide relief to people: Ali Muhammad
-
Anti-dengue walk held
-
Two waitresses kidnapped and raped in Jhelum
-
Balochistan’s centuries-old trees under threat from deforestation
-
EVM bill passage to bury evil designs of opposition: FM
-
DG ISI pays farewell call on FM
-
NA speaker bans PPP MNA from assembly session
-
SSRL funds relocation of local families in Thar Block-1
-
EVMs to ensure transparent in elections: Gill