اسلام آباد ۔ 7ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د پاك پروردګار د شكر جذبې سره ايوان صدر نه روان يم۔ پروردګار د هېواد د اولس چې كومه ذمه واري ماته سپارلې وه وه ترسره كولو كښې مې ئې كوم كمې كړې نه دې۔ د اختياراتو او آئيني حدونو ادراك لرلو سره سختۍ سره ددې پابند پاتې شوې يم۔ په دې معامله زه د زړه اطمينان او ډېرې عاجزۍ سره دا وئيلې شم چې زه د پروردګار او خپل ضمير په وړاندې سرخرو پاتې شوې يم۔ دا خبره ده جمعې په ورځ د ايوان صدر چارواكو او اهلكارو سره د مخه ښې ملاقات دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل په دې ايوان كښې ناست ځينو كسانو د قانون او آئين منشاﺀ ترمخه كار كولو په ځائې د خپلې خوښې او ناخوښې ترمخه د كار كولو هڅه كړې۔ ده ووئيل دې ايوان ته چې كوم نوے تن راځي نو هغه سره بېلې هيلې تړلې شي۔ زه دا ګڼم چې دا لړۍ دې اوس ختمه كړې شي ولې چې د آئين او قانون خيال ساتلو او حكمرانۍ كښې د ګران هېواد د پرمختګ او سوكالۍ راز پروت دے۔ ده ووئيل اولس مشر ټاكل كېدو نه وړاندې زه يو عام سياسي كارمند ووم۔ عامه ناسته مې كوله ولې ددې منصب د تقاضو ترمخه مې ټولې هلې ځلې محدود شوې۔ ددې ځائې څخه روان يم نو په دې ماته خوشحالي ده چې زه به يو وارې بيا د عام وګړو په شان خپلې هلې ځلې جاري وساتلې شم۔ ده ووئيل د خپل فرض په ترسره كولو كښې د ايوان صدر د هرې كچې ذمه وار كسانو ايماندارۍ او اخلاص سره زما مرسته كړې زه ددوئي مننه كوم او د دوئي د كورنۍ روغتيا ٬ترقۍ او مخ په وړاندې تګ له دعا كوم۔ د ايوان صدرافسرانو او عملې ته خپل نصيحت كښې ده ووئيل د پاكستان غوره سباؤن او د ټولنې پرمختګ له دې د خپلو بچو اعلی تربيې ته خاص پام وكړې شي۔ ده ووئيل ټول قام نه دا هيله لرو چې هغه د اطلاعاتي انقلاب هركلي كولو باوجود د خپلو ديني او ملي اقدارو ترمخه د خپلو بچو تربيه وكړي۔ ددوئي تعليم ته خاص پاملرنه وكړي دغسې چې زمونږ سباؤن زمونږ د حال نه زيات پياوړې شي ولې چې تعليم كښې هغه صلاحيت او طاقت دے كوم چې د انسان او ټولنې ترقي باوري كوي
متعلقہ مضامین
-
Joint session of parliament tomorrow
-
Govt working to remove sense of deprivation in Balochistan
-
IHC takes notice of GB ex-judge’s allegations
-
IHC takes notice of GB ex-judge’s allegations
-
100,000 women reported to suffer breast cancer in Pakistan every year: Samina Alvi
-
Senate body for action against fake drug-addict rehab centers
-
UMT celebrates International Day on Diversity
-
Skilled youth vital for prosperity: minister
-
Govt convokes joint session of Parliament after talks with allies
-
Pakistan strongly condemns extra-judicial killing of another four Kashmiris in IIOJK
-
Physical remand of accused in Nazim Jokhio murder case extended by court
-
Islamabad records 40 dengue cases in a day