كامره 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم جسټس(ر)ناصرالملك د ګل په ورځ د پاكستان ايروناټيكل كمپلېكس كامره دوره وكړه۔د پاك فضائيه يوې چټك ډلې د ده سلامي وكره۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان فضائي دفاع په مضبوطونو لاسونو كښې ده۔د پاك فضائيه وظيفائي صلاحيت او فريضه ترسره كول د ستائنې وړ دي۔وزيراعظم ته د پاكستان ايروناټيكل كمپلېكس كامره٬د بېلا بېلو پروژ او په خاص توګه په ملكي كچه د جے اېف 17 تهنډر د پېداوار په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ده د د كمپلېكس د بېلا بېلو پروژو ستائنه وكړه د كومو په نتيجه كښې چې پاكستان د يوې نوې جنګي الوتكې د جوړولو اهليت ترلاسه كړې چې دغسې دفاعي ضروريات پوره كړې شي۔د دې نه پس وزيراعظم د كمپلېكس د بېلا بېلو ځايونو دوره وكړه۔د دې څخه وړاندې كمپليكس ته په راتګ د پاك فضائه مشر ايئرچيف مارشل مجاهد انور خان او د پي اے سي كامره چيئرمېن ايئر مارشل احمر شهزاد د ده هركلے وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Sindh fixes Rs250 per kg sugarcane to support price
-
1,634 apartment POLs issued to govt employees
-
Fazlur Rehman calls on urgent PDM meeting today
-
Iraqi govt urged to issue visas for urs
-
18 candidates interviewed for DG CAA post: Senate told
-
Pakistan has largest youth force for development
-
P&SHD joins hands with schools against measles
-
PM chairs meeting on price control; decides to put up entire sugar stock for sale
-
Lack of quorum leads to adjournment of Senate session
-
45 new dengue cases reported in Islamabad
-
Highest ever urea sales in a decade in Pakistan
-
KP minorities’ housing quota enhanced