اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لنډ مهاله وزير بېرسټر سید علي ظفر وئيلي دي د آزادۍ ورځ به په قامي جوش او ولوله لمانځلې شي ٬ 14م اګست مونږ ته د پلرونو نېكونو لازواله قربانۍ رايادوي٬ اړوندې ادارې بايد د آزادۍ ورځې دستوره تاريخي جوړولو له هيڅ بې غوري ونه كړي۔۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ د آزادۍ ورځې په موقع د بېرغ هسك كولو دستورې پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير د اطلاعات او خپرونو وزارت او ماتحت ادارو اے پي پي ٬ راډيو پاكستان او پي ټي وي ته امر وكړو چې ھغوي د پاكستان كلتور٬ د وياړ جوګه جغرافيائي تنوع او قامي ورثه په ځانګړې توګه رامخې ته كړي۔ وفاقي وزير رياستي ميډيا ته امر وكړو چې ھغوي په سوشل ميډيا هم جلا د آزاد رياست ترلاسه كولو لپاره د شوو هلو ځلو ٬ د پاكستان تاريخ او د 14م اګست اهميت پحقله كمپائن وچلولي۔ كمېټۍ ته د كابينه ډويژن لخوا تفصيلي بريفنګ هم وركړې شو۔ وفاقي وزير د بېرغ هسك كولو پحقله د بېلا بېلو هلو ځلو منظوري وركړه ۔
متعلقہ مضامین
-
Punjab records 462 new cases of dengue fever
-
Step up climate change efforts or face consequences, warns UN
-
Fawad concerned over frequent criminal incidents in Sindh
-
Sindh govt responsible for hike in sugar, flour prices: Fawad
-
All to get health cards in Punjab by March: Yasmin
-
Basic services to citizens on doorstep top priority: Akhtar
-
TLP all set to get off the hook
-
Nazim Jokhio murder: court extends physical remand of MPA Awais
-
CIIE offers opportunity for improved Pakistan-China trade: Pakistan Ambassador
-
ADB to give $600m for Pakistan’s social protection programme
-
Rs 821bn recovered since inception: NAB
-
Canadian author loses defamation case over allegations of Pakistan links with Khalistan Referendum