پيندۍ 02 جون (اے پي پي) د كرنل ډاكټر هیلن میری د بریګیډیئر په چوكۍ ترقي د پاكستان د مسیحی ورورولۍ لپاره د امید سيره ده۔د اتوار په ورځ انټر سروسز پبلك ریلیشنز (آئی ایس پی آر) نیوز ریلیز له مخې د كرنل ډاكټر هیلن میری رابرټ په پاك پوځ كښې په میرټ او قامی نمائندګۍ يو بل ژوندے مثال دے۔ بانی پاكستان، قائداعظم محمد علی جناح په 11 اګست 1947 وړومبۍ دستور ساز اسمبلۍ ته وينا كښې وئيلي وو چې ’’تاسو آزاد ئې ، تاسو چې د كوم هم مذهب، ذات یا عقیدے سره تعلق لرئ د هغې د ریاستی معاملات سره څه تعلق نشته “۔ يو بله موقع ، بانی پاكستان وئيلي ؤ چې اقلیتونه به د ذات پات، رنګ، مذهب یا عقیده فرق نه غير د پاكستان شهری ګڼلې شي او هغوې ته ټول حقوق او مراعات او د شهریت حقوق ترلاسه دي۔ پاك فوج د قائد اعظم د هغه فرمان له مخې نن په پاك پوځ كښې مذهبی، لسانی او صنفی امتیاز نه ځانله پريكړې كوي۔كرنل ډاكټر هیلن میری اوسنيو كښې پاك پوځ كښې د بریګیډیئر په چوكۍ ترقی ترلاسه كونكې وړومبۍ مسیحی ميرمن ده۔كرنل ډاكټر هیلن میری رابرټ 26 كلونو راهسې د پاكستان آرمی میډیكل كور كښې د پیتھالوجسټ په توګه خذمات ترسره كوي۔ كرنل ډاكټر هیلن میری پاك پوځ كښې پاتې كيدو سره د هېواد او قام خذمت كول يو اعزاز ګڼي۔آئی اېس پی آر وئيلي چې كرنل ډاكټر هیلن میری په پاك پوځ كښې د فرق نه غير د میرټ يو ښكاره مثال دې۔
متعلقہ مضامین
-
PM orders inquiry into criminal delay over Gwadar breakwater project
-
IHC adjourns Narowal Sports City case
-
ECP notifies PTI MPAs on five reserved seats
-
Open court to hear IK’s plea against NAB law
-
Creating a life of balance and joy
-
No gas price increased for any sector, Musadik clarifies
-
PTI responsible for current inflation: Kundi
-
Inflated sacrificial animals’ prices put buyers in trouble
-
Ambassador Masood meets President Joe Biden
-
55th death anniversary of Madar-e-Millat observed
-
Seven more succumb to Covid as positivity reaches 3.2%
-
Anti-dengue surveillance to continue during Eid holidays