اسلام آباد 06مئی(اے پي پي) د قومي ايئر لائن پي آئي اے حج څخه وړاندې آپرېشن به د روانې مئي مياشتې 9 مې نېټې څخه د جون مياشتې تر 10 مې نېټه روان وي٬ايئر لائن انتظاميې انتظامات بشپړ كړي٬د پي آئي اے انتظاميې له مخې په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې د ابتدائي منصوبه بندۍ له مخې پي آئي اے به نزدې 34 زره حج كونكي د 170 پروازونو د لارې حجاز مقدس ته رسوي٬ 19 زره حج كونكي به د سركاري حج سكيم او 15 زره به د پرائيوټ سكيم لاندې د پي آئي اے د لارې سفر كوي۔ سږ كال به پي آئي اے د پاكستان له 8 ښارونو پشمول د اسلام آباد٬ كراچۍ٬لاهور٬ پېښور٬ ملتان٬ كوئټه ٬سيالكوټ او سكهر څخه جده او مدينې لپاره نېغ په نېغه پروازونه آپرېټ كوي۔دې سره سره سږ كال به روډ ټو مكه منصوبه په اسلام آباد او كراچي هوائي اډه هم عملي كولې شي٬ د روډ ټو مكه د لارې به حج كونكي خپل سعودي اميګرېشن پاكستان كښې كوي چې ورسره به په جده يا مدينه منوره كښې حاجيان صاحبان اميګرېشن لپاره اوږدو قطارونو څخه بچ شي۔ پي آئي اے د حاجيانو خبرتيا لپاره يوه هدايت نامه هم جاري كړې ده چې پكښې د نسک ایپلیکیشن پشمول د ضروري هداياتو تفصيلي ذكر موجود دے۔ حاجيان صاحبان دې د ټكټ جوړولو په وخت د خپل موبائل فون نمبرز اندراج ضرور وكړۍ دغسې چې هغوي ته د هغوي د پرواز په اړه په وخت معلومات ترلاسه وي٬ټولو حج كونكو ته استدعا شوې چې هغوي دې د حج مناسك ادا كولو په مهال د پاكستان سلامتيا او پرمختګ لپاره دعاګانې وكړي
متعلقہ مضامین
-
FO praises outstanding efforts of Pak woman ambassadors
-
Report sheds light on detentions, deteriorating mental health of Kashmiri kids
-
Admin issues alert for possible low-level flood in Chenab
-
Teachers demand education allowance
-
PM lauds APS survivor for shining bright at prestigious Oxford platform
-
102 Corona patients quarantine in RWP
-
Sardar Tanveer denies any split in PTI AJK
-
Revised nuclear, biological weapon control list notified
-
NA slams Canadian MP’s statement against COAS
-
Chaudhry Shujaat rejects support for Hamza as Punjab CM
-
Senate body directs NH&MP to table rules in next meeting
-
Monsoon rainfall starting from tomorrow may cause urban flooding, landslides