اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي سعودي عرب په هره سخته كښې تل د پاكستان ملګرتيا كړې٬ پاكستان په شريك تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړي، د سعودي خارجه وزير په مشرۍ كښې د پلاوي دورې سره د پاك سعودي ستراتېژك او تجارتي شراكتدارۍ نوے دور پېل شو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان السعود په مشرۍ كښې پلاوي شهباز شريف سره په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع د سعودي خارجه وزير فېصل فرحان السعود د پاكستان او سعودي اړيكې قوي كولو او تجارتي او د سرمايه كارۍ شركتدارۍ ته لا وده وركولو لپاره د سعودي د عزم پخلے وكړو ۔ د سعودي په پلاوي كښې تجارت او سرمايه كارۍ لپاره نائب وزير انجينئر ابراهيم بن يوسف المبارك، د ماحوليات ٬ د آبي وسائلو او كر كېلې وزير انجنيئر عبدالرحمن بن عبدلامحسن آلفضلي، د صنعت او معدني وسائلو وزير انجنيئر بندر بن ابراهيم بن عبدالله آلخريف او د سعودي لوړ پوري او سفارتي اهلكار شامل وو٬ په دې موقع وفاقي وزيران اسحاق ډار، خواجه محمد آصف، سيد محسن رضا نقوي، جام کمال خان، رانا تنوير حسېن، عبدالعليم خان، ډاکټر مصدق ملك، سردار اوېس خان لغاري، د منصوبه بندۍ دوهم چيئرمېن محمد جهانزېب خان، د قامي اسمبلۍ غړې رومينه خورشيد عالم او حكومتي چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم د پلاوي پاكستان ته د راتګ هركلے وكړو او د سعودي قيادت خادم الحرمين شريفين سلمان بن عبدالعزيز آل سعود او شهزاده محمد بن سلمان آل سعود لپاره ئې د نيكو هيلو د هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم د سعودي پلاوې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د پراخه استعداد په اړه خبر كړو۔
متعلقہ مضامین
-
People to be provided relief at all cost: Maryam
-
Engro launches Volleyball Development Program
-
CM lays foundation stone of Kundia road in Kohistan
-
New electoral lists to be finalized by August: PEC
-
CII expresses concerns on IHC’s decisions about marriage age
-
Job advertisement circulating on social media fake: Railways
-
PM Shehbaz inquires after Daniyal Aziz, who injured in accident
-
Commission formed to probe Mazari’s arrest
-
ITP expedites action against one-way violators
-
Ombudsman calls for resolving grievances of overseas Pakistan
-
HIV prevalence rate in Pakistan stands at 0.12 per 1,000 population: report
-
Foreign tourists depart on Islamabad to Khunjerab voyage on rickshaws