اسلام آباد۔2فروري(اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د ځوانانو ذهني صلاحيت زياتولو له به لوبو ته وده وركول وي ٬ لوبې د بېلا بېلو هېوادونو ترمېنځه د تړون ذريعه ده٬ د هېواد په هر سكول كښې دې د شطرنج په څير د لوبو آساني رامخې ته كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ سکولونو لپاره د پرائم منسټرز مائنډ سپورټس انيشي اېټيو پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم انوار الحق کاکړ بهر هېواد څخه د راغلے مېلمنو هركلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل شطرنج لوبه د ذهني صحت سره سره د نظم وضبط ښودلو سبب هم ګرځي چې ورسره د ژوند په هره څانګه كښې د وړاندې تللو لپاره د جهت په تعين كولو كښې مرسته ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل لوبه د بېلو هېوادونو ترمينځه د تړون ذريعه وي۔ ده ووئيل زه تاسو ته باور دركوم چې زه به سباؤن كښې هم د شطرنج لوبې ته وده وركولو له په زړه پورې هڅې كوم۔ ده ووئيل د هېواد په هر يو سكول كښې بايد د دې ډول لوبې آساني رامخې ته كړې شي۔ په دې موقعه دستورې ته خپل خطاب كښې د بېن الصوبائي رابطې نګران وفاقي وزير فواد احمد فواد ووئيل چې لوبو ته وده وركول صحت مندې ټولنې لپاره ضروري دي٬ د كوچنيانو سباؤن لپاره د بېلو منصوبو په پېل كولو د وزيراعظم مننه كوم۔ ده ووئيل په موجوده دور كښې نړۍ بېلو چېلنجونو او مسئلو سره مخ ده۔ په تېر وخت كښې په پاكستان كښې د شطرنج نوموړي لوبغاړي ليدلې شي دي۔ ده ووئيل د دې اقدام له مخې به د مائنډ ګېمز آساني 10 زره سركاري سكولونو او په بل پړاؤ كښې ټولو سكولونو ته وركولې شي ٬ مونږ په دې لړ كښې نجي سكولونو ته هم بلنه وركوؤ دغسې چې د هېواد هر يو سكول ته د ګېمز دا لړۍ ورسولې شي۔ ده ووئيل په اولنۍ مياشت كښې به د اسلام آباد 100 سكولونو ته دا آساني وركولې شي۔ ده د ارواښاد مير سلطان خان كاركردګۍ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې كوم چې سرګودھې سره تعلق لرلو او د شطرنج يو نوموړے لوبغاړے وو چا چې په كال 1929،1931او 1932 كښې برټش شطرنج چېمئپن شپ ګټلې وو۔ د هغه د خذماتو په اعتراف كښې د انټرنېشنل چيس فيډريشن صدر آر کے ډي ويکوويف د هغه په ځايې نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ته ايوارډ وركړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د انټرنېشنل چيس فېډرېشن صدر آر کے ډي ويکوويف ووئيل د پاکستان 10زره سرکاري سکولونو 60 لکه كوچنيانو ته به د دې ګېم آساني وركولې شي۔ فېډرېشن به د كوچنيانو تربيه كولو له د استاذانو تربيه او مرسته كوي۔ په دې موقعه د انټرنېشنل چيس فېډرېشن منېجنګ ډائرېکټر دانا ريزنينس اوزولا ، د اېشيئن چيس فېډرېشن صدر شېخ سلطان بن خليفه بن النهيان او د پاکستان چيس فېډرېشن صدر محمد حنيف قرېشي هم موجود وو.
متعلقہ مضامین
-
PML-N is all set for fresh elections but PPP opposing it
-
Salman Sufi appointed head of PM’s Strategic Reforms
-
Punjab govt fires 30 law officers linked with PTI, PML-Q
-
Yasin punished to give political advantage to criminal Modi: Mushaal
-
LHC orders release of detained PTI workers
-
Imran, others booked for ‘riots and arson’
-
SC dismisses contempt of court plea against Imran
-
Sericulture a big source for farmers to boost income
-
AJK President pens down letter to UN Chief seeking role for release of Yasin Malik
-
Commissioner to review steps taken to deal with monsoon rains
-
Pakistan, US agree on far more than they disagree on: Bilawal
-
‘Is it bad that I chose my dog over my girlfriend?’